Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د حضور د دوام په باب به بحث پېل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امريكا كانګرس به ډېر ژر په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د حضور د دوام په باب خبرې اترې پېل كړي.

په داسې حال كې، چې له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د وتلو په باب بېلابېلو خبرونه خپرېږي، خو د امريكا د كانګرس يو تن غړي جان كونير له اريانا ټلويزيون سره په مركه كې ويلي:

ډېر ژر به كانګرس په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو د حضور د دوام په باب بحث پېل كړي او پرېكړه به وكړې، چې په افغانستان كې څومره امريكايي سرتېري پاته شي.

نوموړی همدارنګه زیاتوی، په افغانستان كې د ترسره كېدونكو كارونو او د امريكايي سرتېرو د حضور د دوام به باب په كانګرس كې بحث تر سره كېږي. يو شمېر مخالف دي، يو شمېر په دې باب ډاډه نه دي، خو غواړو ډاډه ووسو.

دا په داسې حال كې ده، چې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې به له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو د وتلو بهير بشپړ شي او دا، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به امريكا خپل څومره سرتېري په افغانستان كې پرېږدې دا به د ا فغانستان او امريكا تر مېنځ په امنيتي تړون كې ښكاره شي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې پر ورځ (د زمري اتمه) د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز څانګې مشرۍ ته یو ځل بیا غوره شو.

هغه وروستی ځل په ۲۰۱۷ کې د ګوند مشري وکړه؛ خو د فساد پر تور له تورنېدو وروسته استعفا ته اړ شو.

مسلم ليګ ن د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په ملي ټولټاکنو کې واک ته ورسېد. د نواز شریف ورور شهباز شریف اوس د پاکستان د ائتلافي حکومت مشر دی او پخپله د پارلمان غړی دی.

نواز شریف په ۲۰۱۷ ز. کال کې د لومړي وزیر په توګه له دندې هغه وخت ګوښه شو، چې سترې محکمې هغه د مالي دارایۍ د پټولو له کبله له هر ډول دولتي کار څخه منع اعلان کړ؛ خو شریف دا تور ردوي.

په ۲۰۲۳ کې د محکومیت او د بند سزا له لغو کېدو سره؛ نواز شریف ته اجازه ورکړ شوه، چې یو ځل بیا حکومتي یا ګوندي چوکیو کې کار وکړي.

شریف د روان کال په اوکټوبر کې د لندن له ځاني تبعید وروسته پاکستان ته راستون شو. نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د درملنې لپاره لندن ته تللی و.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې په پارلمان کې د نه باور د رایې له کبله له واکه لرې شو او د بند موده تېروي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د هند د لویدیځ په یوه تفریحي مرکز کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د شنبې پر ماښام د هند د لویدیځ ګجرات ایالت په یوه کورني تفریحي ځای کې د اورلګېدنې له کبله د ګڼو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي دي.

په راجکوټ سیمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي او د اړوند سیمې ښاروال رویټرز ته ویلي، چې د مړو د شمېر د لوړېدا شونې ده.

د راجکوټ ولسوالۍ ښاروال نایانا پیدادیا ویلي؛ د ژغورنې په عملیاتو کې مونږ پر ژوند ژغورنې راڅرخو. مونږ غواړو د هغه خلکو پر وړاندې له هڅو ډاډمن شو، چې د دې پېښې مسوول دي.

ټلویزیوني انځورونه پراخه اورلګېدنه ښیي، چې د TRP د لوبې زون یې نیولی او له سیمې څخه لوګي پورته کیږي او ټوله ودانۍ سوځیدلې ده.

د سیمې په ملکي روغتون کې د پوليسو چارواکي وایي؛ يو شمېر مړي پوره سوځېدلي، چې د پېژندلو وړ ندي.

لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې، چې سیمه‌ییزه اداره له زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره کار کوي.

نوموړي لیکلي؛ په راجکوټ کې د اورلګیدنې له کبله خورا ډېر خفه یم. زما فکر له ټولو هغو کسانو سره دی، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.

د دې ولسوالۍ د اور وژنې مشر آی وي کهر ویلي، چې اور وژونکیو اور څه نا څه کنټرول کړی دی.

هغه رویټرز ته ویلي: د اور لګیدنې لامل اوس هم معلوم ندی.

د ګجرات وزیر اعلی بھوپنډرا پټیل وایي، چې د پېښې په اړه ځېړنې یوې ځانګړې ډلې (SIT) ته سپارل شوي او ټلویزیوني راپورونه ښیي، چې د پېښې په تړاو د راجکوټ پولیسو دوه کسان نیولي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

مونږ له ایران سره د رییسي د چورلکې په لټون کې مرسته ونکړه – امریکا

Published

on

(Last Updated On: )

امریکا په ډاګه کړې، چې په ختیځ آذزبایجان کې د ایران د ولسمشر د چورلکې له غورځېدو وروسته تهران له واشنګټن څخه د مرستې غوښتنه وکړه؛ خو د لوژیستیکي دلایلو له کبله رد او ونه منل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: د ایران حکومت له مونږ څخه د مرستې غوښتنه وکړه. مونږ دوی ته څرګنده کړه، چې مونږ به مرسته وکړو. لکه څنګه، چې مونږ په دې ډول شرایطو کې د بهرني حکومت هرې غوښتنې ته ځواب ورکوو.

هغه زیاته کړې؛ خو د لوژستیکي دلایلو له کبله مونږ نشو کولی دا مرستې چمتو کړو.

دغه چورلکه، چې ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د سپرلۍ په ګډون شپږ مسافر په کې سپاره ول؛ د یکشنبې پر ورځ د ختیځ آذربایجان په غرنۍ سیمه کې را ولوېده. د دغې چورلکې سوځېدلې پاتې شوني د دوشنبې پر سهار له یوې شپې لټون وروسته وموندل شول.

ویل کیږي، چې ابراهیم رییسي د یکشنبې پر ورځ د یو شمېر ایراني چارواکو سره د دغه هېواد ختیځ آذربایجان ولایت ته تللی وو او هلته یې د ولسمشر الهام علي‌یوف سره یوځای د قیزقلعه‌ سي د اوبو بند پرنبیسته وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!