سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د برياليتوب پر لوري روان يو- جان الن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امريكا متحده ايالاتو پرسوداگريز مركز د القاعده د بريد لسمه كليزه ونمانځل شوه. د ۲۰۰۱ع كال  د سپتمبر په يوولسمه په نيويارك كې د سوداگريز مركز له برجونو او دفاع وزارت سره څو الوتكې وجنگول شوې.

له دې پېښې وروسته امريكا په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه اعلام كړه. په داسي حال كې، چې له دي پېښي لس كاله تيريږي؛ سياسي شنونكي وايي، چې: اوس هم جگړه او نا امني په هېواد كې د يوې لويې ستونزې په توگه پاتې ده، خو امريكا او متحدين يې بيا د ترهگرۍ په وړاندې جگړه د برياليتوب په حال كې گڼي.

د ۲۰۰۱ع كال د سپتمبرپه يوولسمه له القاعده سره تړليو كسانو څلور الوتكې وتښتولې؛ دوه يې د سوداگريز مركز له برجونو او يوه يې له پنټاگون سره وجنگولې او څلورمه يې په پنسلوانيا ايالت كې راوغورځول شوه .

له دې پېښې وروسته دامريكا متحده ايالاتو اعلام وكړ، چې د دې بريد اصلي طراح د القاعده ډلې رهبر اسامه بن لادن و.

دې پېښې د درې زرو په شاوخوا كې كسان ووژل، سلگونه يې  ټپيان او ميليونونه ډالره  يې زيان واړاوه.

له دې پېښې وروسته په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې جگړه اعلام شوه، طالبانو ماتې وخوړه، د بن غونده جوړه او د حاكميت لند مهالي، انتقالي حكومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو .

په داسې حال كې، چې له دې پېښې لس كاله تېريږي؛ امريكا او متحدين يې د القاعده رهبر په وژلو  هم بريالي شول.

سياسي كارپوه ميراحمد جوينده وايي:

هغه څه، چې بايد  شوي واى نه دي ترلاسه شوي .

احمد سعيدي د ترهگرۍ په وړاندې جگړه كې پرمختگونه تائيد وي؛ خو وايي، چې:

له يوې خوا نړيوالې مرستې سمې نه دي كارول شوي او له بلې خوا نړيوالې  ټولنې په افغا نستان كې  مشخص ستراتيژيك پروگرام  نه لري.

دا كارپوهان ټينگاركوي، چې افغا نستان اوس هم  له يو لړ ننگونو سره مخا مخ دي .

امريكا او د هغه نړيوال متحدين وايي، چې:

په افغانستان كې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه د برياليتوب په حال كې ده او وسله وال به خپلو موخو ته ونه رسيږي .

په  افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال جان آلن وايي:

مونږ توانيدلي يو، چې وسله وال بلواگر په شا وتمبوو. د سپتمبر له يوولسمې لس كاله وروسته كولى شو ووايو، چې په افغانستان كې د برياليتوب په لور روان يو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول  وايي، چې:

د سپتمبر يوولسمې پېښې د افغانستان او امريكا خلك  سره يو ځاى كړل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول ټينگار كوي، چې:

د افغانستان خلك، چې د ترهگرۍ قرباني دي، په دې برخه كې د امريكا له خلكو سره همدري لري او دا يو مشترك درد دى.  د سپتمبر پيښې د افغانستان او امريكا د خلكو دوستي او يو والى پياوړى كړ.

كه څه هم  افغان چارواكي  د بن دوه يمه ناسته د پاتې ستونزو په حلولو كې مهمه گڼي او دا طمع هم لري، چې دا ناسته به په راتلونكيو لس كلونو كې پاتې ستونزې حل كړي،  خو كار پو هان وايي، چې د افغانستان په چاروكې  د گا ونډ هېواد نو او په ځا نگړي توگه د پاكستان مداخله او د  وسله والو مخالفينو تمويل هغه  سترې ننگونې دي، چې د بل هرڅه په پرتله يې بايد  نړيواله ټولنه په حل كې عملي گامونه پورته كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version