سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د برښنا رسونې څلور تړونونه لاسلیک شول
د افغانستان د برښنا شرکت مسوولینو له څو بهرنیو کمپنیو سره د برښنا رسونې څلور تړونونه لاسلیک کړل.
د برېښنا شركت رييس عبدالرزاق صمدي وايي:
د دغو پروژو مجموعي لگښت یو سل و یو پنځوس میلیون دالره اټکل شوی، چې د امریکا له وړیا مرستو تمویلیږی.
د نوموړي په وينا، په دغو تړونو كې يوه پروژه د كابل له ارغندۍ څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ كيلو ولت په ظرفيت د برښنا لين غزول، چې۵۶ اعشاريه دري اويا ميليون دالر لگښت پرې راځي.
دوه يمه پروژه د وردگو په سيد آباد ولسوالۍ كې د ۲۲۰ كيلو ولت په ظرفيت د برښنا د سبستيشن رغول، چې ۲۸ اعشاريه ۱۱ ميليون دالر لگښت پرې راځي.
درېيمه پروژه د برښنا د ليږد او د برښنا د مديريت په برخو كې عملي كيږي، چې په ترتيب ۱۸ اعشاريه ۸۲ او ۱۷ اعشاريه نوي ميليون دالر لگښت پرې راځي.
څلورمه پروژه د ۹ اعشاريه ۹۷ ميليون دالرو په ارزښت د بلينگ په برخه كې عملي كيږي.
د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې د برښنا د ستونزو له حل سره به په هېواد كې د پرمختگ زمينه هم برابره شي.
ويل كيږي، چې د دغو پروژو په عملي كيدو به وردگو، غزني، لوگر، پكتيكا او پكتيا ته برښنا ورسيږي.