سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د جگړې دوام بهرنۍ ريښه لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني سيمه ييز چارواكي:

په افغانستان كې د جگړو دوام  په گاونډ هېوادونو كې ريښه لري.

د غزني والي محمد موسى اكبر زاده، چې د شنبې په ورځ(د وري۱۷) د سيمه ييزو پوليسو د فراغت په مراسمو كې خبرې كولې، د طالبانو فعاليتونه يې غير اسلامي وبلل.

هغه وويل، په افغانستان كې طالبان د بهرنيو توطيو ښكار شوي دي.

بلخوا په غزني كې د سولې عالي شورا د سيمه ييز دفتر يوه غړي خليل هوتك د هېواد له زندانونو څخه د طالبانو خوشې كول د افغانستان د خلكو په حق كې جفا وگنله.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې افغان ولسمشر حامد كرزي طالبانو ته  د  وروڼو خطاب كړى او ويلي يې دي كله يې هم د طالبانو د له منځه وړلو نيت په خپلې مكفورې كې نه دى ځاى كړى.

Trending

Exit mobile version