تازه خبرونه

په افغانستان كې د جگړې مسير د طالبانو پر زيان بدلون كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د آيساف د گډې قرارگاه قوماندان وايي، افغان ځواكونه په دې موده كې توانيدلي په يوازې سر برياليتوب ته ورسيږي.

په كابل كې د ناتو او آيساف د گډې قرارگاه قوماندان جنرال مارک میلي وايي:

طالبانو د ۲۰۱۳م كال په اوړي كې د جگړې حركت له لاسه وركړى او د افغانستان امنيتي ځواكونو ښه عمل كړى دى. له ستراتيژيك اړخه جگړه په هغه مسير كې نه ده، چې طالبان او د هغوى متحدان يي غواړي. هغوي له دې حالته خبر دي او پوهيږي، چې د ستراتيژيكې ماتې په درشل كې دي.

د امريكا دا لوړپوړى پوځي چارواكى كه څه هم په دې موده كې د افغان ځواكونو د پرمختگ يادونه كوي؛ خو خبردارى وركوي، چې طالبان غواړي د افغانستان د راتلونكيو ټاكنو بهير گډوډ كړي او د كابل-واشنگتن د امنيتي هوكړه ليك د لاسليك مخه ونيسي.

جنرال مارک میلي په ډاگه كړې، چې:

طالبان غواړي، چې راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې گډوډې كړي، د دوه اړخيز امنيتي هوكړه ليك د لاسليك مخنيوى وكړي او د افغان ځواكونو د حالت په اړه د تر لاسه شوې هوكړې مخه ونيسي. د اوړي په اوږدو كې جگړه ډېره سخته وه، افغان سرتېري د هېواد د گوټ گوټ په ټولو ولايتونو او ناحيو كې ښه وجنگيدل. له تكتيكي اړخه افغان امنيتي ځواكونو پر ټولو هغو تجهيزاتو غلبه ومونده، چې طالبان، حقاني شبكه او نور وسلوال يې كاروي؛ په فوق العاده توگه يې ښه عمل وكړ او دا كار يې د آيساف يا نړيوالو ځواكونو له مرستې پرته تر سره كړ.

كارپوهان وايي، كه افغان چارواكي او مرستندويه هېوادونه په جدي توگه د افغانستان د سولې د ټينگښت لپاره هڅې وكړي؛ نو يوې ښې راتلونكې ته هيله شته.

كه څه هم افغانستان تل د سولې او امنيت د ټينگښت غوښتونكى دى او هڅه كوي، چې دې موخې ته ورسيږي؛ خو تر اوسه نه دى بريالى شوى.

.

Trending

Exit mobile version