سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د غاليو صنعت له ماتې سره مخ دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد د غاليو صنعتكاران د مناسب ځاى، د ليږد راليږد د آسانتياوو نشتوالى او پورونو ته نه لاسرسى د دغه صنعت د ماتې ستر لاملونه بولي.

دوى وايي، گڼ شمېر افغانان د غاليو د صنعت له لارې خپلې كورنۍ ته ډوډى پيدا كوي.

د غاليو د سرتاسري اتحاديې  په وينا دغه برخه اوسمهال له ماتې سره مخ ده.

د كابل د غاليو ټولنې ريس هادي حسيني وايي، د غاليو لپاره د بازار موندنې او صادراتو د پياوړې كولو كميټې په دې برخه كې ډېره لږ پاملرنه كړې، چې له كبله يې د غاليو صنعت له ستونزو سره مخ شو .

د ماليې وزارت چارواكو تر دې دمه په دې اړه څه ويلي نه دي.

د كابل د غاليو ټولنې د ريس په وينا، اوس هم پاكستان د افغانستان  اويا سلنه غالۍ پخپل نښان نړيوالو بازرانو ته صادروي او گټه تر لاسه كوي؛ خو افغان دولت تر اوسه نه دى توانيدلى، چې له دغه صنعت څخه گټه پورته كړي.

دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر ماليې وزارت ته دنده وركړى وه، چې د غاليو د صنعت د پراختيا لپاره لس ميليون دالر ځانگړي كړي؛ خو تر اوسه دغه پيسې ځانگړې شوې نه دي.

Trending

Exit mobile version