سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د متقاعدينو ملي ورځ ونمانځل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كار او تولنيزو چار وزارت وايي، چې:

د متقاعدينو د ريفورم نوي سيستم  رامنځته شوى، چې  تر راتلونكي يو كال پوري به په ټول هېواد كې پلى او  د تقاعد په ترلاسه كولو كې به  اوسنۍ ستونزې حل شي.

د سلواغې ۱۰ په افغانستان كې د متقاعدينو ملي ورځ ده. دا ورځ په لومړي ځل  د سه شنبې په ورځ ، چې د سلواغې له لسمې سره برابره ده د كاراو ټولنيزو چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه.

دافغانستان يو شمېر متقاعدين وايي:

په پام كې نيول شوي معاشونه لږ دي او په ترلاسه كولو كې يې له ډېرو ستونزو سره مخ يو.

دوى له  دولت څخه وغوښتل، چې:

د متقاعدينو تېرو خدماتو ته په پاملرنه بايد حقوقو او امتيازاتو ته يې پاملرنه وشي او ستونزي يي اوارې شي .

د كار او ټولنيزو چارو وزيره آمنه افضلي وايي:

د قوانينو او طرزالعملونو پرسمون او د متقاعدينو د كاري اجراتو د سيتم په اړه د ريفورم نوى سيستم رامنځته شوى، چې اوس د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ او ماليې وزارتونه له دغه سيتم څخه برخمن شوي دي او هڅه به وشي، چي تر راتلونكي يوه كال پوري دغه سيستم په ټولو وزارتونو كې پلى شي.

دوى وايي:

د دې سيستم پر بنسټ به هر متقاعد خپل معاش پخپله له بانك څخه اخلي.

د افغانستان د قوانيو پراساس د دولت هر كاركوونكى له څلويښت كاله خدمت وروسته تقاعد كيږي او بيا دولت مكلف دى، چې دوى ته ځانگړى معاش وركړي.

د تقاعد د خزيني رياست د مسوولينو په وينا اوسمهال له دوى سره ۱۳۰ زره  د دولت متقاعدين ثبت دي، چې هركال له دې ډلې څخه  تر ۱۰۰ زرو  پوري متقاعدين په مركز او ولاياتو كې خپل حقوق ترلاسه كوي.

Trending

Exit mobile version