Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د ملكي خلكو مرگ و ژوبله د اندېښنې وړ ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سره صليب نړيواله كميته وايي:

په افغانستان كې د جگړې له قربانيانو سره د مرستې رسولو په وړاندې خنډونه رامنځته شوي دي.

كورنيو چارو وزارت وايي:

د ملكي خلكو د مرگ و ژوبلې د كمولو په موخه يې نوې تگلار په پام كې نيولې ده .

په تېرو يوولس كلونو كې د ترهگرۍ په وړاندې د افغان او نړيوالو ځواكونو گډې جگړې د  لاسته راوړنو ترڅنگ دا جگړه د زرگونه ملكي وگړي د مرگ و ژوبلې لامل شوې او روانه ده، چې نړيوال بنسټونه يې د ډيرو پړه پر وسله والو ډلو اچوي.

د سره صليب نړيواله ټولنه په پسرلي كې د تاوتريخوالي په زياتوالي اندېښنه ښيي او په افغانستان كې د جگړې پر سختيدو سربېره د وسله والو ډلو زياتوالى خنډ شوى، چې مرستندويه بنسټونه د جگړې له زيانمنو سره مرسته وكړي.

په افغانستان كې د سره  صليب رييس گيرار دو پونتر اندولفي وايي:

په افغانستان كې د وسله والو ډلو زياتوالى خلكو ته د خدمتونو د رسولو په وړاندې خنډ جوړوي.

په همدې وخت كې ليدل كيږي، چې ځينې وسله والې ډلې چمتو شوي، چې له دې وروسته له جگړه ځپليو سره د مرستې مخه ونه نيسي.

د سره صليب نړيواله ټولنه وايي:

په جگړه كې له ښكېلو لوريو سره د ولسي وگړيو مرگ و ژوبلې د مخنيوي او له زيانمنو سره د مرستې رسولو په اړه خبرې كوو.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په هېواد كې د وسله والو ډلو زياتوالى ردوي او وايي:

امنيتي ځواكونه چمتو دي، چې هرگواښ ته ځواب ووايي.

دغه وزارت وايي:

د ولسي  وگړيو مرگ و ژوبله د وسله والو طالبانو اصلي تگلار ده.

دا په داسې حال كې ده، چې څو ورځې وړاندې وسله والو په جوزجان كې د افغان سرې مياشتې د كاركوونكيو پر موټر په بريد كې دوه تنه ووژل شول.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!