سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ماموريت د يوه بل كال لپاره اوږد شو
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ماموريت د يوه بل كال لپاره هم وغځاوه. په دې ناسته كې په افغاسنتان كې د سولې بهير، رڼو ټاكنو، بيارغونې او متوازنې پرمختيا په اړه ډېر ټينګار شوى دى.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړیو هېوادونو هوكړه وكړه، چې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو ماموريت د يوه بل كال لپاره هم اوږد شي.
په افغانستان كې د اداري فساد موجوديت، د ښځو پروړاندې تاوتريخوالى، د نشه يي توكو د خطر زياتوالى او بشري حقونه د دې ناستې د بحث اصلي ټكي وو.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان كيمون وويل:
د ټاكنو په يوه شفاف بهير كې د خلكو پراخ ګډون په افغانستان كې د منلو وړ رهبرۍ ته د لېږد بهير د برياليتوب لپاره اړين دي.
بان كيمون د افغانستان له متحدينو وغوښتل، چې په افغانستان كې د سراسري امنيت د ټينګښت په لاره كې هڅه وكړي.
نوموړي زیاته کړه، چې ملګري ملتونه د سولې فرهنګ پياوړى كوي او د افغانانو ترمنځ د ډيالوګ د دوهم پړاو څخه ملاتړ كوي، د افغانستان خلك نه يوازې د يوه بحران د له منځه وړلو بلكې د يو واحد افغانستان لپاره او د مسئوليتونو د ترلاسه كولو په موخه يو بل ته لاس وركړي.
په همدې وخت كې په ملګرو ملتونو كې د افغانستان سفير ظاهر طنين وويل:
د سولې د ټينګښت، ثبات او هوساينې په موخه افغانان له خپلو نړيوالو شريكانو سره د دايمي همكارۍ غوښتونكي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د انتقال مرحلې پاى ته رسېدل په افغانستان كې نوى فصل پرانيزي ، هغه فصل، چې د ملي ژمنو او د ستراتيژيكو موخو په برخه كې پرځان تكيه كول دي.
په ورته وخت كې په ملګرو ملتونو كې د امريكا سفيره سوزان راييس په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره شفافې ټاكنې ضمانت ګڼي.
هغه وايي، د ټاكنو پايلې هغه وخت قانوني ګڼل كېداى شي، چې د افغانستان خلك يې ومني.
راییس همدارنګه وویل، امنیت لا هم اصلي مسئله ده. د افغانستان ملي ځواکونه اوس د افغانستان د نوي فیصده خلکو د امنیت مسئولیت لري. د امنیتي مسئولیت د څلورمې مرحلې له اعلان سره به د افغانستان په شمال او مرکز کې ډېر ژر د دوه پنځوس ولسوالیو امنیتي چارې افغانانو ته وسپارل شي. لکه څرنګه، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت اعلان وکړ، تر راتلونکې فبروري میاشتې پورې به تر څلور دېرش زره ډېر امریکایي پوځیان بېرته له افغانستانه امریکا ته ستانه شي. موږ هیله لرو، چې د انتقال پنځمه او وروستۍ مرحله په پسرلي کې اعلان شي، چې د هغې له مخې د ټول افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونه په غاړه واخلي.
ځينې كارپوهان په افغانستان كې د ملګرو ملتونو فعال رول يوه مهمه اړتيا ګڼي او يو شمېر نور بيا وايي، چې ملګري ملتونه بايد په افغانستان كې خپلې هڅې زياتې كړي.
ملګرو ملتونو د طالبانو رژيم له ماتې وروسته په ۲۰۰۲ كال كې په افغانستان كې د سولې او پرمختيا په موخه خپل سياسي ماموريت پېل كړ، خو له دوولس كلونو وروسته تر اوسه هم د افغانستان زيات شمېر خلك له بې وزلۍ اندېښنه لري.