سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د نرينه وو په پرتله د ښځو د ځان وژنې پېښتې ډېرې دي
په افغانستان كې د ځان وژنې هڅې او د ځان سوځونې شمېر د عامې روغتيا وزارت د اندېښنې لامل گرزيدلي دي.
د عامې ورغتيا وزيره داكتر ثريا دليل وايي، چې كورنى تاوتريخوالى، اجباري ودونه، فقر او شته رواجونه په افغانستان كې د ښځو د ځانوژنې لامل گرځي.
د نوموړې په وينا، كه څه هم د ښځو د ځانوژنې دقيق ارقام نلري، خو په روان كال كې د هېواد په درې روغتونو كې د ځان وژنې او سوځونې د هڅو دوه زره پېنځه سوه پېښې ثبت شوې دي.
ښاغلې ثريا دليل وايي:
د كابل د استقلال روغتون د شمېر له مخې د زهرجنو موادو له امله ۴۸۰ مسموميتونه او ۶۲۶ ځانوژنې رامنځته شوې دي.
د هرات حوزوي روغتون : ځان وژنه ۸۲۱ .
د كابل ابن سينا روغتون: د زهرجنو موادو له امله مسموميتونه ۶۷۶ رامنځته شوي.
البته وړاندې شوي ارقام ټول ښځو را ټول كړي دي.
د عامې روغتيا د وزيرې په وينا، داسې پروگرامونه يې ترتيب كړي، چې په عملي كيدو به يې د ځان وژنې پېښې راكمې شي.
په افغانستان كې له ښځو سره روان تاوتريخوالي د نړيولو بنسټونو او بشري حقونو د مدافع ټولنو د اندېښنې وړ گرزيدلي دي.