سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې د هند تاسيسات د ترهګريزو شبكو له خوا ګواښل كېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د هند تاسيسات او ګټې د هغو ترهګريزو شبكو له خوا ګواښل كېږي، چې په پاكستان كې مېشتې دي. د هند يو امنيتي چارواكى وايي، په يوه اوونۍ كې دوه ځله په افغانستان كې پر خپلو تاسيساتو د احتمالي بريدونو په باب استخباراتي معلومات تر لاسه كوي.

د كورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال محمد نجيب دانش وایی، په جلال آباد ښار كې د هند د قونسل ګرۍ پر وړاندې تر ځانمرګي بريد وروسته داسې ښكاري، چې د دې هېواد اندېښنې په افغانستان كې د خپلو تاسيساتو د امنيت په اړه ډېرې شوې دي.

د ځينو هندي رسنيو د رپوټونو پر بنسټ، د هند د استخباراتي اطلاعاتو تحليل او تجزيه ښيي، چې په پاكستان كې د القاعدې او حقاني شبكې د مېشتو ډلو تر څنګ وړې ترهګريزې ډلې په افغانستان كې د هند ګتې او تاسيسات ګواښي.

په همدې حال كې هند پرېكړه كړې، چې د خپلو تاسيساتو امنيت د هندي سرتېرو په ذريعه وساتي.

ټاكل شوې ۷۹ هندي كمانډو سرتېري د نورو ۲۱۹ هندي كمانډو سرتېرو تر څنګ، چې له وړاندې افغانستان كې ځاى پر ځاى شوي د هندي ديپلوماتيكو بنسټونو امنيتي چارې په غاړه واخلي.

د هند او تبت د سرحدي پوليسو لوى مدير وایی:

مونږ په اوونۍ كې دوه ځله پر خپلو تاسيساتو د بريدونو په باب استخباراتي معلومات تر لاسه كوو او همدارنګه مونږ خپله نوي پوځي ډله په افغانستان كې د هند د مهمو تاسيساتو د امنيت ساتنې لپاره ځاى پر ځاى كوو.

داسې ښكاري، چې پاكستان د هند او افغانستان تر مېنځ په اړيكو كې له نږديوالي څخه اندېښنه لري.

هند له هغو هېوادونو څخه دى، چې افغانستان ور سره د لومړي ځل لپاره د ستراتيژيكو اړيكو تړون لاسليك كړى دى.

دا هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو كې همكاري كوي او په دې وروستيو كې يي ويلي، شونې ده چې له افغان امنيتي ځواكونو سره پوځي مرستې هم وكړي.

په افغانستان كې د هند تاسيسات د ترهګريزو شبكو له خوا ګواښل كېږي

Trending

Exit mobile version