پرمختګ او بشپړتیا

په افغانستان كې د پاخه عمرلرونكيو نړيواله ورځ ونه نمانځل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اكتور لومړۍ نېټه د پاخه عمر لرونكيو كسانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په افغانستان كې ونه نمانځل شوه.

د افغان سرې مياشتې مسوولين وايي، چې:

دوى د دغه قشرد ملاتړ لپاره كوم ځانگړى پروگرام نلري.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، چې:

پرافغان ټولنه د واكمن دود او رواجونو له مخې تراوسه د پاخه عمرلرونكيو كسانو د ملاتړ كومه اړتيا نه ليدل كيږي.

د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال خبر وركوي، چې:

محمد ابراهيم، چې عمر يې له شپېتو كلونو اوړي؛ د څه نا څه دوه كلونه را په دې خوا د افغان سرې مياشتې د مرستون ترپوښښ لاندې دى.

دى وايي، چې:

د سردارمحمد داود خان د واكمنۍ پرمهال د ځينو ستونزو پرلامل له خپل ولايت غورڅخه كابل ته راغلى يم، چې د پوښتنې او گرويگنې مې اوس هم څوك نشته.

خبريال څرگندوي، چې:

د پلازمېنې په نورو برخو كې په همدې عمرډېرداسې كسان شته، چې په سختو شرايطو كې ژوند كوي.

د افغان سري مياشتې وياند وليد اكبر سروري وايي، چې:

له دې قشرسره د مرستې او همكارۍ د اړتيا له موجوديت سره ، سره حكومت او كوم بل بنسټ له دوى سره د همكارۍ پلان نلري.

د چاراهي قمبر د بيځايه شويو كډوالو په پنډغالى كې يو زيات شمېركورنۍ ترخيمو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د پلازمېنې په كوڅو كې بوى د تحمل وړندى، خو بيا هم خلك بايد د ژوندي پاتې كېدو او ژوند كولو لپاره بايد لږ تر لږه يو سرسيورى ولري.

ميرمن مستي گل له اصلي ټاټوبي هلمند څخه را كډواله شوې او خپل كور او هر څه يې تر شا پريښي دي.

دې ته خپل عمر نه دى په ياد، خو ښايي له پنځوس كلونو ډېرعمر ولري.

دا په همدې عمر كې د اووه  نمسيانو او دوه نږورانو سرپرستي كوي.

ميرمن سپوږمۍ هم له هلمند څخه را گډه شوې او د ميرمن مستي گل په څېرد دې ژوند هم له كړاوونو ډك او په بشپړه ناهيلۍ كې پرې ورځې شپې او شپې ورځې تېريږي.

ابراهيم، مستي گل او سپوږمۍ د پاخه عمرلرونكيو سلگونو زرو كسانو درې بېلگې دي، چې له كړاوونو او ستونزو ډك ژوند تېروي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت يو چارواكي، چې نه يې غوښتل نوم يې ياد شي وايي، چې د افغان ټولنې د رواجونو او دودونو له كبله تراوسه د پاخه عمر لرونكيو كسانو سره د همكارۍ اړتيا نده ليدل شوې.

د هغه په وينا:

افغانان نه غواړي، چې پلار او يا هم مور يې د كوم  بنسټ لخوا حمايه شي.

په افغانستان كې په تېرو درې لسيزو جگړو كې، چې اوس هم روانې دي؛ زرگونه كورنۍ بې سرپرسته شوې، چې له همدې كبله زرگونه د پاخه عمر لرونكې ميرمنې  زړه سوي، احترام  او د كورنيو د غړو بشپړې پاملرنې ته اړتيا لري.

ښايي د كورنۍ د غړيو سرپرستې ور په غاړه وي او په لړزانده لاسونو او اندامونو به هڅه كوي، چې د ورپاتې يتيمانو پالنه وكړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version