سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې د ښځو ټولنيزې چارې ټكنۍ شوي
د افغان ميرمنو د ملاتړ بنسټونه وايي:
نالوستي، ناامني، اقتصادي ستونزې او د قانون د پلي كيدو په وړاندې خنډونه هغه اړخونه دي، چې د ښځو په وړاندې يې د تاوتريخوالي پيښې زياتې او د ښځو اړوند ټولنيزې چارې يې ټكنۍ كړې دي.
له دموكراسي څخه د افغان ميرمنو د ملاتړ بنسټ مشره حميرا حقمل وايي:
د قانون نه تطبيق او د دولت له خوا د شويو ژمنو نه عملي كيدل هغه ستونزې دي، چې د ښځو فرهنگي، ټولنيزې او اقتصادي چارې يې ټكنۍ كړې دي.
د كابل د ښځو چارو رييسه كريمه صادق هم په ټولنه كې د ښځو په وړاندې د ځينو ستونزو شتون تاييدوي؛ خو وايي:
په وروستي يوه كال كې د هېواد په كچه په دولتي ادارو كې د ښځو شتون نهه ويشت په سلو كې زيات شوى دى.
د ښځو د حقونو مدافعان په وروستيو لس كلونو كې په بېلابېلو برخو كې د ښځو پرمختگ د پام وړ بولي؛ خو انديښمن دي، چې ښايي د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته او هم له وسلوالو مخالفينو سره د سولې په خبرو كې دا پرمختگونه په اوبو لاهو شي.
دا په داسې حال كې ده، چې ولسمشر او نور دولتي چارواكي د تېرو لس كلونو د پرمختگونو پر ساتنې ټينگار كوي.