سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې روغتيايي خدمتونه له جدي ننگونو سره مخ دي
په افغانستان كې د سرې مياشتې ټولنې له خپلو نړيوالو شريكانو سره د فعاليتونو د همغږۍ درې ورځينۍ غونډه جوړه كړه.
د سره صليب نړيواله كميټه وايي:
په افغانستان كې حكومت او طالبان دواړه مخالفو لوريو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو له لامله د دغې كميټې روغتيا يي كاركوونكي ځوروي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون د خبريال مسافر قوقندي د گزارش له مخې:
د سره صليب نړيواله كميټه په هغو محدودو نړيوالو بنسټونو كې راځي، چې د امكان تر حده يې په تېرو درې لسيزو كې يې د افغانستان له خلكو سره ځانگړې روغتيايي مرسته او همكاري كړې ده.
په افغانستان كې د دې بنسټ مسوولين وايي، چې:
اوس په دې هېواد كې د روغتيايي خدمتونو رسول له جدي ستونزو سره مخ دي.
په افغانستان كې د دغې كميټې رييس ايټو ريشتاكر وايي، چې:
د سره صليب نړيوال فډراسيون او كميټې روغتيايي كاركوونكي له جدي گواښونو سره مخ دي.
هغه وايي:
د افغانستان حكومت او وسله وال مخالفين دواړه اړو خلكو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو مخه نيسي .
په افغانستان كې د سره صليب نړيوالې كميټې رييس ايټو ريشتاكرټينگار كړى، چې:
د دغې برخې روغتيايي كارمندان لكه نرسان او نور كاركوونكي د حكومت او طالبانو له خوا گواښل كيږي.
دا كارمندان د طالبانو له خوا له دې لامله ځورول كيږي، چې دولتي كارمندانو ته روغتيايي خدمتونه رسوي او برعكس حكومتي بنسټونه يې طالبانو ته د روغتيايي خدمتونو د رسولو پر لامل گواښي .
ريشتاكر وايي، چې:
په افغانستان كې هره ورځ پر روغتيايي مركزونو بريدونه كيږي او يا په بشپړه توگه له منځه ځي.
تراوسه د افغانستان حكومتي چارواكو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د افغان سرې مياشتې رييس محمد نعيم دينداروايي:
د دې ناستې موخه په افغانستان كې د خدمتونو د وړاندې كولو په برخه كې دټوليزو ستونزو لپاره د حل د لارو چارو موندل دي .
افغان سره مياشت د سره صليب د نړيوالې كميټې او سره صليب د نړيوال فدراسيون په همكارۍ يوازنى بنسټ دى، چې د افغانستان د بېړنيو حالاتو په بېلابېلو برخو كې له خلكو سره همكاري كوي