سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې سراسري ټاكنې او د نړيوالو ځواكونو وتل د اهميت وړ دوه بهيرونه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

راتلونكې ټاكنې او د نړيوالو ځواكونو وتل هغه دوه مهم موضوعات دي، چې ويل كيږي برياليتوب به يې د هېواد په راتلونكي ثبات كې مهم رول ولرلى شي.

د پنجشنبې په ورځ(د لړم۹) كابل ته د چارو د ارزونې په موخه د اروپايي ټولنې يو څلور كسيز پلاوي راغلى دى.

دغه اروپايي پلاوى وايي، اروپايي ټولنه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي او د دغه هېواد راتلونكى وضعيت د اروپايي ټولنې د غړيوهېوادونو لپاره د اهميت وړ دي.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د امنيتي او دفاعي كميتې رييس آرنورد دانجين وايي:

اروپايي ټولنه له افغانستان سره نه يوازې په امنيتي برخو كې مرستو ته دوام وركوي، بلكې په  انكشافي او سياسي  برخو كې به هم خپلې مرستې جارې وساتي. مونږ له افغان چارواكو سره د خبرو په بهير كې وپوهيدو،  چې ۲۰۱۴م  كال څومره د افغانستان او نړيوالې ټولنې لپاره مهم دى.

د اروپايي ټولنې د پارلمان د اړيكو د كميتې رييس تيجزبيرمن وايي:

اروپايي ټولنه په افغانستان كې د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره به هرهغه څه وكړي، چې په توان كې يې وي. دا ټاكنې بايد سراسري، رڼې او پياوړې وي، ځكه افغانستان د همدې ټاكنو پر اساس كولى شي سوله ييزه راتلونكې ولري.

د اروپايي ټولنې پارلماني پلاوي د افغانستان د كورنيو چارو او دفاع له وزيرانو، د ولسي جرگې له رييس، د سولې عالي شورا له چارواكو او مدني ټولنو سره كتلي دي. دوى په ټاكنو كې د بې طرفه او خپلواكو څارونكيو موجوديت مهم گڼي او د محلي څارونكيو پر شتون ټينگار كوي.

Trending

Exit mobile version