سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې سل زره غېرقانوني بهرني كارگران كاركوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سوداگرۍ په خونو كې چارواكي وايي، د افغان حكومت له هڅو سره سره زرگونه بهرني كارگران په غېر قانوني پوځي هډوته تگ راتگ كوي.

افغان حكومتي چارواكي په افغانستان كې د نا امنۍ يو لامل په دې هېواد كې د څلورو ميليونو په شاوخوا كې د كسانو وزگارتيا گڼي.

د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي رئيس قربان حقجو وايي:

د كار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان كې نيژدې ۱۲۰ زره بهرني كارگر كار كوي، چې په سلو كې له ۷۵ يې غېر قانوني او د كار  جواز نه لري.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال حسام الدين حسام د دې ستونزې په تائيد وايي:

د غېر قانوني كارگرانو د مخنيوي په موخه يې د برښنايي جواز پاڼو كار له سره پېل كړى دى .

د دې وزارت چارواكي زياتوي، په دې پروگرام كې د كار او ټولنيزو چارو له وزارت سره د ماليې، بهرنيو چارو، كورنيو چارو، اطلاعاتو او فرهنگ، اقتصاد، سرحداتو او سوداگرۍ وزارتونه همكاري كوي.

هغه همدارنگه وايي، دا كار به د عوايدو په لوړوالي او شفافېت كې اغېزناك واقع شي.

په همدې وخت كې يو شمېر افغان كارگران د كار له نشتوالي شكايت كوي او حكومت د بهرنيو كارگرانو په راتلو كې په نه پاملرنه تورنوي.

خود كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په تېرو څو كلونو كې يې له افغانستانه ۳۵ زره غېرقانوني كارگران ايستلي دي.

په دې وزارت كې چارواكي زياتوي، د برښنايي جوازنامو د وېشلو په پېلېدو به چې ۱۵ مليونه افغانۍ لگښت لري هركال ۱۳۰ ميليونه افغانۍ عايد لاس ته راځي.

Trending

Exit mobile version