سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې سوله او ثبات يوه سيمه ييزه اړتيا ده
د هند مرستيال ولسمشر په افغانستان او پاكستان كې د ثبات پر ټينگښت ټينگار كړى دى.
په افغانستان كې د هند رول تل د پاكستان له نيوكو سره مخ شوى دى، خو هندي او افغان چارواكو تل ټينگاركړى، چې د هند او افغانستان په اړيكو كې نږديوالى، په سيمه ييز ثبات كې د ارزښت وړدى.
د هند مرستيال ولسمشر حامد انصاري تاجكستان ته د سفر په ترڅ كې يو ځل بيا په افغانستان او پاكستان كې پر روانو ناامنيو اندېښنه وښوده او په دې دواړو هېوادونو كې يې د تاوتريخوالي او ناامنيو دوام د هند د ثبات پر زيان وباله.
دغه لوړپوړي هندي چارواكي د تاجكستان له ولسمشر سره له خبرو وروسته وويل:
هند او تاجكستان د سيمې د ثبات په باب گډه تگلاره لري.
د هند مرستيال ولسمشر حامد انصاري په ډاگه كړه، چې:
مونږ د سيمې د سولې او امنيت د ساتلو په اړه د نظر تبادله وكړه، اوس د افغانستان وضيعت په لومړيتوب كې دى. زه او ولسمشر دواړه هوكړه لرو، چې د سيمې هېوادونه او نړيواله ټولنه بايد د افغانستان ظرفيت د سولې او ثبات په ساتلو او د افغانانو د هوساينې په ښه كولو كې پياوړې كړي.
د منځۍ او سويلي آسيا لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بليك څرگنده كړې، چې:
افغانستان په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو كې د مشرتابه زيات رول په غاړه لري، مونږ په كلكه د هند له رغنده رول، چې د افغانستان د پراختيا او پرمختيا په باب يې لوبوي، ملاتړ كوو.
د مشرانو جرگې غړى داوود اساس هم د افغانستان په ثبات كې د هند رول با ارزښته بولي، خو د افغانستان په چارو كې د پاكستان د لاسوهنو پر دوام اندېښمن شوى دى.
دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان د ستراتيژيكو همكاريو هوكړه ليك په لومړي ځل له هند سره لاسليك كړى او پاكستان هم په ځلونو افغان دولت ته ورته وړانديز مطرح كړى دى؛ خو افغان لورى بيا ټينگار كوي، چې پاكستان دې د وېره اچوونكيو له ملاتړ لاس واخلي او وسلوال دې د خبرو ميز ته را وكاږي. افغان دولت له اسلام آباد سره د ستراتيژيكو همكاريو د تړون په وړاندې دا شرطونه له هر څه اړين بولي.