سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې سياسي او اقتصادي حالاتو ملي عوايد لږ كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې له پانگونې سره د پانگوالو د خواخوږۍ لږوالى، د سوداگرۍ خونې د چارواكو د اندېښنې وړ گرزيدلى دى.

د سوداگرۍ خونۍ د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي، چې د كابل- واشنگتن تر منځ د امنيتي تړون په لاسليك كې ځنډ، د نړيوالو سرتېرو وتو او پر راتلونكې د خلكو بې باورۍ له يو بل سره لاسونه وركړي او پر پانگونه يې ناوړه اغېز كړى دى.

نوموړى زياتوي، چې زمونږ د سروې له مخې په يو شمېر ولايتونو كې هم د سترو شركتونو د پانگونې لپاره شرايط ښه نه دي.

د ولسی جرگېغړى فاروق نظري دغه سروې د اعتبار وړ نه بولي.

د يادونې وړ ده، چې په ۱۳۹۲ل كال په كندهار، كابل او بلخ ولايتونو كې د كاري فرصتونو او كار و بار په اړه سروې شوې وه، چې اوس هم په دغو ولايتونو كې ورته سروې وشوم، چې هيڅ تفاوت يې نه دى كړى.

Trending

Exit mobile version