سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې كورنيو او بهرنيو شركتونو سوداگريز بازار له ستونزو سره مخ كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ځينو كورنيو او بهرنيو شركتونو انحصار، احتكار او د پيسو اوبولو كړنو په افغانستان سوداگريز بازار له ستونزو سره مخ كړى دى.

د افغانستان د ولسمشردوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د دغه مطلب له څرگندولو سره وايي، چې:

د هېواد اقتصادي قوانين د اقتصادي بازار ځواب ويونكي نه دي او بايد سم شي.

كريم خليلي دغه راز په ډاگه كړه، چې:

د اقتصادي تگلارې او پانگوالو د امنيت د خوندي كولو  پر چارو كار دوام لري .

په افغانستان كې ښه  اقتصادي فرصتونه تل  د سياسي او اقتصادي غونډو يوه مهمه موضوع گرزيدلې ده ، خو له يوې لسيزې ډېره موده كيږي، چې تراوسه هم له دې فرصتونو سمه گټه پورته شوې نه ده .

د افغانستان د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي د چارشنبې په ورځ(د سلواغې۱۸) په كابل كې له افغان پانگوالو سره  په يوه ناسته كې وويل، چې:

دولت بايد سوداگرو او استفاده كوونكيو ته په بازار كې يو شان فرصتونه را منځته كړي.

نوموړي په اقتصادي برخه كې د قوانينو سختوالي ته په نغوته وويل، چې د افغانستان په بازارونو كې د انحصار او احتكار موجوديت ستونزې رامنځته كړې دي.

د ناامنيو په اړه د يو شمېر سوداگرو اندېښنه په افغانستان كې د پانگونې په وړاندې عمده ستونزه گڼل كيږي.

د ولسمشر  دوه يم مرستيال ژمنه وكړه، چې دولت به د پانگوالو لپاره په ځانگړي توگه له ۲۰۱۴م كال وروسته خوندي شرايط برابر كړي.

له دې مخكې ولسمشر حامد كرزي هم د هېواد د ملي اقتصاد پر مديريت نيوكه كړې وه او ويلي يې ول، چې د آزاد بازار د اقتصادي سيستم په اړه بايد له سره كتنه وشي، ځكه د هغه په وينا دا سيستم د خلكو د ستونزو د حل جوگه نه دى.

Trending

Exit mobile version