سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې له بشري حقونو سرغړونه د اندېښنې وړ ده
د بشري حقونو د څار ټولنې په خپل نوي گزارش كې په ډاگه كړې، چې په افغانستان كې له بشري حقونو ښكاره سرغړونه كيږي او دا ټولنه پرې اندېښمنه شوې ده.
په دغه گزارش كې ويل شوي، چې په افغانستان كې بشري حقونه ډېر زيانمن شوي دي.
دې ټولنې پر افغان دولت نيوكه كړې، چې له بشري حقونو سرغړوونكيو ته يې د سرغړونې اجازه وركړې او په فساد كې اخته كسان يې له بښنې برخمن شوي دي.
د بشري حقونو د څار آسيايي برخې رييس براد آدمس ويلي، چې:
په افغانستان كې بشري حقونه او د هغو خونديتوب د شك لاندې دى. كمزورى حكومت، اداري فساد، د قانون نه پلي كيدل، نيمگړې پاليسۍ او ناوړې گټې اخيستنې افغانستان او د دې هېواد اوسيدونكي له خپلو حقوقو بې برخې كړي دي.
د بشري حقونو د څار نړيواله ټولنه پر سرغړوونكيو د سياسي فشار راوړلو ژمنې ناكامې نومولي او وايي، چې په دې اړه يې هيڅ نه دي كړي.
په دې گزارش كې راغلي، چې د افغانستان قضايي سرچينې هم د دغو سرغړونو عوامل برابر كړي او د ښځو د حقوقو په وړاندې د يو ننگوونكي خنډ په توگه پاتې دي.
د ۲۰۱۲م كال له پسرلي راهيسې څلور سوه ښځې د اخلاقي جرمونو او له كورونو څخه د تېښتې په جرم زندانونو ته اچول شوي دي. په داسې حال كې ، چې كور پريښودنه د افغانستان د قوانينو له مخې جرم هم نه دى. د افغانستان په ډېرو برخو كې عنعنوي حقوقي سيستم فعال دي، چې ډېرۍ ښځې يې قربانيانې دي.
دغه راز د افغانستان د بشري حقونو كميسيون هم وايي، چې:
په تېرو څو كلونو كې له بشري حقوقو سرغړونه ډېره شوې ده.
د بشري حقونو د سيمه ييز دفتر رييس شمس الله احمدزی وايي:
سره له دې ، چې بېلابېلې هڅې كيږي؛ خو بيا هم سرغړونې روانې دي.
دوى تاكيد كوي، چې په هېواد كې له بشري حقونو ډېري سرغړوونكي وسله وال مخالفين دي.
دغه گزارش په داسې حال كې خپورشوى، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن كلنتن جان كيري ته د خپلې څوكۍ د سپارلو پرمهال د افغانستان ښځې له بشري حقونو بې برخې ونومولې او له زندانيانو سره ناوړه سلوك يې په دې هېواد كې تر نيوكو لاندې راوست.
افغان دولت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
