سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې له حيواني محرقې سره د مبارزې كمپاين پيل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كرنې وزارت له دولس كالونو وروسته د كابل ولايت په پغمان ولسوالۍ كې له حيواني ناروغۍ بروسلوز سره د مبارزې كمپاين پيل كړ.

د كرنې وزير محمد آصف رحيمي وايي:

دغه ناروغي هر كال ډېر څاروې وژني.

د كرنې وزير زياتوي، چې د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په موخه د حيواناتو گڼ داكتران او د پوهاوي ډلې د هېواد يو شمېر ولايتونو ته ليږل شوي، چې خلك د خپلو څارويو واكسين ته وهڅوي.

دغه ناروغي د نيم خامو شيدو او يا هم د نيم خامې غوښې د خوړلو له لارې له حيواناتو څخه انسانانو ته هم ليږديږي.

د كرنې وزارت يوه سروې، چې په ۱۳۸۹ل كال كې تر سره شوې ښيي، چې په ټول افغانستان كې شاوخوا ۳۰۱۵ تنه په بروسلوز ناروغۍ اخته دي.

د بروسلوز په وړاندې د مبارزې كمپاين به تر راتلونكيو شپږ كلونو پورې هر كال د يوې مياشتې لپاره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې تر سره كيږي، چې د څارويو نوى نسل د دغې ناروغۍ په وړاندې واكسين شي.

د كرنې وزارت دغه دوه كلنه سروې ښيي، چې د بروسلوز ناروغي د هېواد په گڼو ولايتونو كې شتون لري. دغه ناروغې د غواوو د محرقې په نوم هم ياديږي او مالدارن ورته گڼ نور نومونه هم لري.

Trending

Exit mobile version