سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي پېښې راكمې شوي
د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې ( نى) د افغان خبريالانو كاري وضيعت څېړلى او په خپل تازه رپوټ كې څرگندوي، چې:
په ۲۰۱۲ ز.كال كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي نهه شپيته پېښې ثبت شوي، چې د تېركال په پرتله څلورسلنه لږوالى ښيي.
دغه بنست همدا راز اطلاعاتو ته نه لاسرسى ، د چاپي رسنيو مالي ستونزې او د رسنيو خپلمنځۍ ستونزې د خبريالانو په وړاندې ترټولو لويې ننگونې بولي.
دغه رپوټ ښكاره كوي، چې سږ كال دوه خبريالان وژل شوي، نهه تنه يې د كار په وخت كې ټپيان شوي، درې خبريالان نيول شوي، د يوولس خبريالانو سپكاوى شوى او پېنځه ويشتو خبريالانو ته گواښ شوى دى.
د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى مسوول صديق الله توحيدي زياتوي:
يو شمېر داسې موارد اوس هم شته، چې په افغانستان كې يې د خبريالانو د كار په وړاندې ستونزې جوړې كړې دي.
يو شمېر خبريالانو په ډاگه كړې، چې دولت اوس هم د اطلاعاتو په شريكولو كې له همكارۍ ډډه كوي.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو د نېټې له رانږدې كيدو سره د افغان خبريالانو لپاره د كاري ستونزو او د بيان په برخه كې يو شمېر اندېښنې هم را ولاړې شوي دي.
له خبريالانو او رسنيو څخه د ملاتړ بنسټونه اندېښنه لري، چې په راتلونكي كال كې به دولت پر رسنيو سانسور را منځته كړي او د بيان د آزادۍ مخه به ونيسي.