سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې له هرو لس ماشومانو يو يې د زيږون پر وخت ژوند له لاسه وركوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، چې كه څه هم د تېرو لس كلونو په پرتله اوس په افغانستان كې د ماشومانو د مړينې كچه راټيټه شوې، خو بيا هم په هرو لس ماشومانو كې يو يې د زيږون پر وخت ژوند له لاسه وركوي، چې د اندېښنې وړ ده.

د عامې روغتيا وزيره ثريا  دليل وايي:

په كوچينوالي كې ودونه، اقتصادي ستونزې او په ليرې پرتو سيمو كې د روغتيايي مركزونو لږوالى هغه ستونزې دي، چې د ماشومانو د مړينې لامل گرځي.

د روغتيا په برخه كې د ميليونونو دالرو له مرستو سره سره اوس هم په ليرې پرتو سيمو كې خلك ان لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته لاسرى نلري، خو د عامې روغتيا مسوولين وايي، چې شوي پرمختگونه د پام وړ دي.

د گوزڼ واكسين تطبيق، د خوارځواكۍ د شمېرې كميدل او د زيږون تر منځ د واټن په اړوند د ښځو د پوهاوي زياتيدل، هغه څه دي، چې د عامې روغتيا مسوولين يې په اړوند هيله من شوي دي.

Trending

Exit mobile version