سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې ماشومانو ته د سينه بغل واكسين وركول كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د لومړي ځل لپاره په افغانستان كې ماشومانو ته د سينه بغل واكسين وركول كيږي.

دغه واكسين د شنبې په ورځ(د ليندۍ۱۶) د افغان ولسمشر حامد كرزي لخوا په رسمي ډول پيل او په ټول هېواد كې عملي كيږي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې دا واكسين به له دوه كلونو ټيټ عمره ماشومانو ته په درې پړاوونو كې په وړيا ډول وركړ شي.

د نوموړې په وينا، دغه واكسين د ۱۳ فعالو او نيمه فعالو مكروبونو په مقابل كې ماشومان د سينه بغل له ناروغيو خوندي كوي.

د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد كې هوا مخ په سړيدو ده او ډېري ماشومان تر دوه كلنۍ  پورې د سينه بغل په ناروغيو اخته شوي دي.

Trending

Exit mobile version