سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې ناامنيو د گرځندوى پر صنعت منفي اغيزه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د پنجشنبې په ورځ(د تلې۳) د گرځندوى د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان كې د گرځندوى د صنعت د وضيعت د څېړلو او شته ستونزو ته د حل لارې د موندلو په موخه يوه ناسته وكړه.

د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت وايي، چې په  افغانستان كې د گرځندويو لپاره د لازمو شرايطو نه شتون د دې لامل شوى، چې هر كال د افغانستان په عوايدو كې له پېنځه څخه تر اووه ميليارد دالر لږوالى راشي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين زياتوي:

كه څه هم په دې برخه كې ډېرې هلې ځلې شوې دي، خو په هېواد كې د دوامداره ناامنيو پر لامل توانيدلي نه يو، چې د گرځندوى صنعت ته د پام وړ پراختيا وركړ شي .

كابل والي عبدالجبار تقوا وايي:

د اطلاعاتو او كلتور وزارت بايد داسې يوه كړنلاره جوړه كړي، چې له مخې يې د گرځندوى صنعت ته پراختيا وركړ شي او زمونږ راتلونكى نسل د هېواد په تاريخي او فرهنگي شتمنيو وياړ وكړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت معين غلام نبي فراهي وايي، چې تېركال له يادو ستونزو سره سره بيا هم افغانستان ته شاوخوا شل زره تنه گرځندوى راغلي ول.

د معلوماتو له مخې د سردار محمد داود خان په وخت كې ډېريو بهرنيو سيلانيانو، چې شمېر يې  يو سل و پنځوس زره كسانو ته رسيده له افغانستان څخه ليدنه كړې وه، چې په هغه كال د افغانستان ډېري عوايد د گرځندوى د صنعت له پلوه ول.

Trending

Exit mobile version