سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې ناتو یوشمېر تجهیزات او وسایل پلوري
واشنگتن پوست ورځپاڼې د بگرام له پوځي اډې څخه په یو راپورکې ویلي، چې له زغره والو موټرو او عصري تلویزونو نیولې ان د آیسکریمو تر قاشغو پورې بېلابېل وسایل، چې په تېرو لس کلونو کې امریکايي سرتېرو افغانستان ته له ځان سره راوړي، اوس لیلام ته وړاندې شوي دي.
راپور وايي، د امریکا متحده ایالات دا وسایل او تجهیزات، چې بیه یې له ۱۹ ميلیون دالرو څخه تر ۲۲ میليون دالرو اټکل کیږي، د افغانستان په بش بازار کې پلوري.
واشنگتن پوسټ ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له خولې وايي:
په وچه کې له پراته افغانستان څخه د دې وسایلو او تجهیزاتو انتقال ورته په ډېره لوړه بیه تمامیږي.
واشنگټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت د تدارکاتو د څانگې د یو ویاند میشل مکاسکیل له خولې وايي:
ایرکنډیشنونه، سپورتي ماشینونه او نورو هغه ټایمر یا وخت ټاکونکې سیستمونه له منځه وړل کیږي، چې په چاودنو کې ترې کار وا نه خیستل شي.
د واشنگتن پوست ورځپاڼه وايي، د یوې برخې وسایلو له منځه وړلو د زړو اوسپنو یو لوی انبار جوړ کړی، چې نمونه یې مخکې په افغانستان کې نه ده لیدل شوې.
په راپور کې ویل شوي، چې د دې وسایلو د یوې برخې له منځه وړلو یو شمېر افغانان خوابدي کړي؛ ځکه هغوی فکر کوي، چې کولی شي له دې عصري وسایلو استفاده وکړي او یا یې وپلوري.