سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې نه يوازې نارينه، بلكې ښځې هم له ټوپك سره ژوند تېروي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كورنيو او نړيوالو رسنيو كې ډېر كله د نارينه جگړه مارو يادونه كيږي، خو په افغانستان كې نه يوازې نارينه، بلكې ښځې هم شته، چې له كلونو راپديخوا له ټوپك سره ژوند تېروي.

په بغلان كې كفتره  د هغې ښځې نوم دى، چې د پخواني شوروي اتحاد له يرغل را پديخوا له ځان سره ټوپك گرزوي او كله كله د امنيتي چارواكو پر وژلو هم تورنيږي.

له يوه دولتي چارواكي سره د مركې وخت اخيستل ښايي څو ورځې واخلي، خو له كوماندانې كفترې سره له هغو هم ستونزمنه ده . دا ښځه په حقيقت كې عايشه نوميږي؛ خو دا، چې تراوسه مخالفينو نه ده نيولې؛ نو په كوماندانې كفترې نومول شوې ده.

آريانا راديو– تلويزيون خبريال پارسا وايي:

له دې ښځې سره مې د خبرو په موخه په اوونيو هڅې وكړې، چې خپلې موخې ته ورسيږم؛ خو كفترې ونه غوښتل، چې په خپل كور كې  مركه  تر سره كړي. هغې د دې كار لپاره د خپلو خپلوانو يو كور غوره كړ.

د پارسا په وينا:

له يوشمېر خبريالانو سره يوې خونې ته ننوتو او له څو دقيقو وروسته كفتره له خپل ساتونكي سره راغله او خبريالانو ته يې هركلى ووايه.

لومړى مو ترې وپوښتل، چې:

ولې له وسلې سره ژوند تېروئ؟

په بغلان كې نامسولې وسله والې اوږده ساه وكښله او څرگنده يې كړه، چې:

دا ژوند مې هغه وخت پيل كړ، چې شورويانو پرافغانستان تېرى وكړ او ما خپل ۳۵  خپلوان له لاسه وركړل. اوس مې څه نا څه ۳۰  زامن او نمسيان ساتنه كوي.

دا ښځه د هغو كسانو په ډله كې ده، چې د طالبانو په وړاندې يې هم جگړه كړې او خپل ځينې خپلوان يې په كې له لاسه وركړي دي.

كفتره وايي:

په خپل ټول عمر كې مې يوازې د خپل واده په ورځ خوشالي ليدلې ده؛ خو اوس، چې نږدې پنځوس كلنه يم، د ژوندانه شپه او ورځ مې په غمونو كې تېريږي.

كه څه هم د نوي حكومت د حاكميت يوولس كاله تيريږي؛ خو دا ښځه اوس هم وسله واله ده. هغه د دې كارلامل شخصي دښمني گڼي او وايي:

كه وسله ونه لرم او په خپله سيمه كې نه وم؛ نو په نهرين ولسوالۍ كې به مې مخالفين او په ځانگړي توگه طالبان نه يوازې ووژني، بلكې د سيمې خلك به هم زيانمن كړي.

د بغلان امنيه كوماندانۍ د امنيت آمر سيد زمان الدين حسيني وايي:

كه نوموړې خپله وسله تسليم كړي؛ دولت مكلف دى، چې د هغى امنيت وساتي.

كوماندانه كفتره، چې ميړه يې څلوركاله وړاندې مړشوى اوس د هغه څه له كبله، چې دا يې د وسله والو طالبانو گواښ گڼي خپلې سيمې يا نهرين ولسوالۍ  ته لږه ځي او ډېر وخت په پلخمري ښار كې تېروي.

Trending

Exit mobile version