سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې نړيواله ټولنه د سياسي او پوځي ژمنو پلي كول غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملگرو ملتونو سرمنشي بانكي مون وايي كه:

له افغانستان څخه ټول نړيوال پوځونه بهرهم شي؛  نړيواله ټولنه ژمنه ده، چې له افغانستان سره په خپلو ژمنو عمل وكړي.

ده ويلي، چې ملگري ملتونه كولى شي افغان ځواكونو ته فني وسايل برابر كړي او له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې په بهيركې مرسته وكړي.

د افغانستان د سولې عالي شورى وايي، چې:

ملگري ملتونه په دې پوه شوي، چې د افغانستان بحران يوازې سياسي حل غواړي.

بانكې مون اسټراليا ته په خپل سفر كې يو ځل بيا له تروريزم سره پرمبارزه ټينگار وكړ او زياته يې كړه، چې:

دغه سازمان تياردي، چې د افغان دولت د سولې په بهير كې افغان دولت ته سياسي سلا مشورې وركړي.

د افغانستان د سولې عالي شورى د بانكي مون له دريځ ملاتړ كوي او وايي، چې:

د سولي عالي شورى د نړيوالو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسميار نړيواله ټولنه اوس په دې باوري شوي، چې د افغانستان كړكېچ سياسي حل غواړي.

كله، چې په دوه زره څوارلسم كال كې نړيوال ځواكونه له افغانستان څخه بهرشي؛ نو بايد داسې تصور ونه شي، چې نړيواله ټولنه له افغانستان څخه وځي.

كه د آيساف ټول سرتېري له افغانستان څخه بهرهم شي بيا هم نړيواله ټولنه د افغانستان په اړوند په خپلو ژمنو ټينگه ولاړه ده.

له وسله والو طالبانو سره د روغې خبرې هم د افغان دولت په لومړيتوبونو كې دي او په دې اړوند يې ځيني گامونه هم اوچت كړي دي.

افغان دولت له ملگرو ملتونو غوښتنه كړې، چې له تورليست څخه د يو شمېر طالب مشرانو نومونه بهر كړي.

د سولي عالي شورى د نړيوالو اړيكو سلاكارمحمد اسماعيل قاسمياروايي:

په داسې حال كې، چې د سپتمبر له يوولسمې نېټي لس كاله تېريږي ، د سولې عالي شورى مسوولين وايي، چې اوس هم تروريزم يوه نړيواله ستونزه ده.

د دوه زره يوولسم كال د سپتمبر په يوولسمه په نيويارك كې  پر تجارتي برجونو په بريدونو كې درې زره كسان ووژل شول.

د دغو بريدونو پړه پر القاعده اچول كيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version