سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې ټول فعال سياسي گوندونه رسميت نلري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عدليې وزارت چارواكي وايي، چې:

تر اوسه پېنځه پنځوس سياسي گوندونه راجستر شوي؛ خو له دغو گوندونو څخه يوه هم قانوني شرطونه نه دي پوره كړي.

د افغانستان د عدليې وزارت په داسې حال كې د سياسي گوندونو د فعاليت په اړه څېړنه او ارزونه كړې، چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ ټاكنې د هرې ورځې په تېريدو را نږدې كيږي او سياسي ډلې او ټلوالې يې  په اړه سر له اوسه بېلا بېل دريځونه خپلوي.

د قانون له مخې هر سياسي گوند ته پكار ده، چې لږ تر لږه په دوه ويشتو ولايتونو كې سيمه ييز دفتر ولري او پر مالي څرگندو سرچينو سربېره بايد  دولس زره غړي ولري.

د عدليې وزارت د سياسي گوندونو د انسجام او ارزونې رييس محمد ناصر حافظي په ډاگه كړې، چې:

تر اوسه هيڅ  يو سياسي گوند دغه شرطونه ، نه دي پوره كړي.

د عدليې وزارت تر دې دمه پېنځه پنځوس سياسي گوندونه راجستر كړي، چې په وينا يې د ټولو فعاليت غير رسمي بلل كيږي.

د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدو كميسيون رييس زلمى زابلى وايي:

كه د غير رسمي سياسي ډلو د فعاليت مخه ونه نيول شي، دوى به يې عدلي ارگانونو ته معرفي كړي.

د غير رسمي سياسي گوندونو د  تعدد او سياسي  رول  په اړه  د حق او عدالت گوند غړى عباس نويان وايي:

په افغانستان كې مذهبي، قومي او ژبني ميلان د سياسي گوندونو تعدد ته لار اواره كړې ده.

دا، چې سياسي گوندونه به د هېواد په سياسي بدلونونو كې خپل رول او اغېز څه ډول ثابت كړي، ښايي په راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو كې، چې له څه نا څه يو كال وروسته به تر سره شي، خلكو ته څرگند شي.

Trending

Exit mobile version