سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې وړتياوې زياتې شوې دي
د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير وايې، د تېر كال په پرتله سږ كال پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې ظرفيت دوه برابره زيات شوى دى. په همدې حال كې د عامې روغتيا وزارت وايې، په روان كال كې د روږدو كسانو د درملنې مركزونه ډېر شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ ( د ليندې ۲۲ ) د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې او د عامې روغتيا وزيران او د كورنيو چارو د وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مرستيال د روږدو كسانو د حالت په باب د ځواب ويلو لپاره ولسي جرگې ته غوښتل شوي وو.
دغو حكومتي چارواكو كه څه هم پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د زياتوالي په اړه اندېښنه وښوده، خو وايې، په هېواد كې د روږدو كسانو د درملنې لپاره ظرفيتونه لوړ شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي وايي:
كه څه هم پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې لپاره ټيټ ظرفيت د روږدو كسانو د زياتوالي لامل بولي، او وايې، چې د قانون له مخې دوې نه شي كولاى روږدي كسان را غونډ كړي.
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان كې نږدې يو ميليون كسان په نشه يي توكو روږدي دي، چې ۲۳۰زره يې په ترياكو او پوډرو روږدي دي.