سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې پر ۱۵زره هكتار ځمكې كوكنار كرل كېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت وايې، لا هم په افغانستان كې په ۱۵زره هكتاره ځمكه كې كوكنار كرل كېږي. د دې وزارت د مسئولينو په وېنا، سږ كال به د كوكنارو د اړولو كمپاين له هلمند، فراه، كندهار او نيمروز ولايتونو پېل كړي، دوی وايې، په پنځلس زره هكتاره ځمكه كې كرل شوي كوكنار تر ډېره په همدې ولايتونو پورې اړوند دي.

له شاوخوا لسو كلونو را په دېخوا افغان حكومت او متحدين يې په دې هڅه كې دي، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو مخ پر زياتېدونكې كركېله او كاروبار كابو كړي، خو شمېرې ښيي، چې لا هم په دې هېواد كې په ۱۵زره هكتاره ځمكه كې كوكنار كرل كېږي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت وياند عبدالقيوم ثامر بيا د نورو كلونو په څېر سږ كال هم د كوكنارو د اړولو د كمپاين خبرې كوي، هغه هم  په سويلي او سويل لوېديځو ولايتونو كې.

د دې وزارت د مسئولينو په وېنا، د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې په لار كې تر ټولو ستر خنډ د وېره اچونكو ګواښونه دي.

دوی په ورته وخت كې له نشه يي توكو سره په مبارزه كې د نړيوالې ټولنې مرستې كمې بولي.

د دې وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال  په سيمه كې شاوخوا لس ميليون وګړي پر نشه يي توكو روږدي دي، چې د دې كسانو لسمه برخه په افغانستان كې ژوند كوي.

Trending

Exit mobile version