سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې په لوړه كچه اداري فساد وجود لري- لودين
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د تگلارې د تطبيق د څارنې عالي اداره وايي:
ترهغې، چې قانون پرټولو يوشان تطبيق نه شي په افغانستان كې به د فساد ستونزه پرځاى پاتې وي.
د دغه بنسټ مسوولين وايي، چې:
خلك او نړيواله ټولنه بايد د افغانستان له حكومت سره مرسته او همكاري وكړي، چې اداري فساد له منځه يوسي او په لوړه كچه يو شمېرهغه كسان محاكمه كړي، چې په فساد كې ښكېل دي.
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د تگلارې د تطبيق د څارنې عالي ادارې رييس عزيزالله لودين وايي:
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه كې له هڅو سره، سره تراوسه هم افغانستان دوه يم هېواد دى، چې په لوړه كچه په كې اداري فساد وجود لري.
لودين وايي:
همدا لامل دى، چې د افغانستان خلك پراوسني بهير بې باوره شوي او له حكومت سره يې واټن پيدا كړى دى.
لودين وايي:
ترهغې، چې پرټولو قانون يو شان تطبيق نه شي، اداري فساد به هم له منځه لاړ نه شي.
هغه زياتوي:
په افغانستان كې تراوسه هم داسې كسان شته، چې ځان له قانون لوړ گڼي او قانون ته درناوى نه لري.
لودين دغه راز وايي:
په هغه نوي ليست كې، چې په اداري فساد د تورنو كسانو په اړه ولسمشرۍ ته استول شوى يو شمېروزيران او د هغوى مرستيالان، واليان او ښاروالان هم شته .
كه څه هم د افغانستان حكومت په دې وروستيو كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په موخه د خپلو هڅو په لړ كې څو كميسيونونه او خپلواكې ادارې جوړې كړې؛ خو تراوسه هم د دې پديدې په وړاندې مبارزه د حكومت يوه لويه ستونزه ده .