سیمه ییز خبرونه
په افغانستان كې ډېری واليان او امنيه قومندانان په جنايتونو كې لاس لري
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان رپوټ وركړى، چې په افغانستان كې زياتره واليان، امنيه قومندانان، او سيمه ايز پوليس په جنايتونو كې لاس لري. د دغه سازمان د رپوټ له مخې سيمه ايزو پوليسو په زياترو سيمو كې په چور او تالان او پر ښځو په جنسي تېري لاس پورې كړى دى.
پوليس د ټولنې خدمتګار، خو پر دغه ځواك د چور او تالان تور. د بشري حقونو د څارنړيوال سازمان په خپل رپوټ كې پر سيمه ايزو پوليسو تور پورې كړى، چې د خلكو په ځورونه كې ښكېل دي.
د دغه سازمان د رپوټ له مخې په كندز، بغلان، هلمند، كندهار او غزني كې سيمه ايز پوليس خلك ځوروي او ان پر ښځو او ماشومانو تېري كوي.
د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان غړى احمد شجاع زياتوي، چې له قانون څخه معافيت دود شوى نو ځكه زياتره امنيه قومندانان او واليان په بېلا بېلو جنايتونو كې ښكېل دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دا رپوټ اشتباه ګڼې.
تر دې مخكې د اسيا لپاره د بشري حقونو د څار د نړيوال سازمان رئيس برات آدامس ويلي وو، چې تېر كال افغان سرتېرو او د افغانستان په جګړه كې ټولو ښكېلو خواوو له ښځو سره ناوړه چلند ته په داسې حال كې ادامه وركړې وه، چې له هر ډول قضايي څار څخه خوندي وو.