سیمه ییز خبرونه

په افغانستان كې گډ كار د روسيې او امريكا په گټه دى – روسيه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا او روسيې د بهرنيو او دفاعي چارو  وزيرانو د افغانستان د مسايلو په باب پر گډ كار او له ۲۰۱۴م كال وروسته  د يو لړ اندېښنو د له مينځه وړلو په اړه هوكړه كړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف وايي، چې د ترهگرۍ، نشه يې توكو او سازمان شويو جرمونو په وړاندې گډه مبارزه د امريكا او روسيې په گټه ده .

د روسيې دفاع وزير سرگي شويگو په ډاگه كړې، چې:

مونږ اړتيا لرو، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو او د ټاكنو د تر سره كيدو په برخه كې همكاريو ته دوام وركړو. مونږ بايد سياسي روغې ته يو چوكات بيدا كړو، چې افغانانو ته د خپل راتلونكې په اړه د پرېكړې حق وركړي او مونږ ډاډه شو، چې دوى په داسې يو هېواد كې ژوند كوي، چې ټول اقليتونه په كې په هوسا ډول ژوند كولى شي.

د روسيې  دفاع وزير سرگي شويگو زياتوي:

مونږ د وتلو لړۍ او د راتلونكې په اړه خبرې وكړې، ما خپلو همكارانو ته وويل، چې د افغانستان په گاونډ يعنې تاجكستان او قرغزستان كې جدي ستونزې لرو ، دغه هېوادونه اندېښنه لري، چې د دوى د امنيت لپاره ځانگړي او كوټلي گاومونه پورته شي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري  او دفاع وزير چك هيگل ويلي، چې د دواړو هېوادونو پلاوي د افغانستان له امنيت، د سياسي او اقتصادي ليږد  له بهير څخه او د نشه توكو په وړاندې له مبارزې څخه پر دوامداره ملاتړ ټينگار وكړ .

د يادونې وړ ده، چې په  افغانستان كې د روسانو او امريكايانو گډ كار به د منځني ختيځ  په اړه د روسيې اندېښنې څه نا څه رالږې كړي.

Trending

Exit mobile version