تازه خبرونه

په افغانستان کې باید د اقتصادي سقوط مخه ونیول شي – انټوني گوترش

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لري او وایي، چې میلیونونه افغانان سمدلاسه خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري.

له افغانستان څخه د اشرف غني له تېښتې او حکومت له سقوط راپدیخوا نړیوال په پرلپسې توګه د افغانستان پر بشري وضعیت، لوږه او انساني بحران اندېښنه ښيي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټوني ګوترش وایي: مونږ نه پوهیږو، چې څه به پېښیږي؛ خو که په تماس کې نه وو، ناسم تګلوري به ولرو. په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره مهمه ده، چې مونږ بشري مرستې، خواړه او درمل برابر کړو.

په افغانستان کې د بحران له وېرې د نړۍ هېوادونه؛ ځکه اندېښمن دي، چې دې هېوادونو ته به د کډوالو سیلونه ور روان وي.

د ملګرو ملتونو ټولنې عمومي منشي ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړېدو تمه لري، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي، چې د افغانستان راتلونکی روښانه ندی او په اړه یې وړاندویېنه هم ناشونې ده.

که څه هم د طالبانو سرپرسته کابینه نیوکې شته؛ خو طالبان وايي، چې دا کابینه سرپرسته ده او ټولمنلي حکومت جوړولو ته ژمن دي.

نړیواله ټولنه په افغانستان کې داسې پراخ بنسټه حکومت غواړي، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوي وکړي او دا هېواد بیا د ترهګرو په مرکز بدل نشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې؛ دا ټولنه له افغانستان سره پدې شرط مرستې کوي، چې بشري او د ښځو حقونو ته درناوي وکړي.

داسې ښکاري، چې اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو منلو ته زړه نه ښه کوي.

د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس وایي:  مونږ خپلې پولې ساتلي او د اروپايي ټولنې پولې مو هم څارلي او دې کار ته دوام ورکوو. زه د یونان د لومړي وزیر په توګه له ترکیې سره د دې ستونزې د حل لپاره همکارۍ ته چمتو یم. ترکیه په دې برخه کې مهمه ونډه لري.

دغه راز د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د دغه بنسټ د کار او هڅو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې کاري زمینه ورته برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېوادوالو د حقونو پر خوندي کولو ټینګار کړی او اوسنۍ کابینه هم چارسمبالې بولي او د ټولمنلې کابینې د جوړښت ډاډ وړاندې کوي.

Trending

Exit mobile version