Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې باید د سیاسي ټولګډونۍ لپاره ملي خبرې اترې وشي – د اووه ډلې مشران

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۲

د اووه ډلې مشرانو د شنبې پر ورځ له اسلامي امارته وغوښتل، چې د سیاسي ټولګډونۍ د رامنځته کېدو لپاره باید د افغانانو پر مشرۍ په ملي دیالوګ کې ګډون وکړي او د باور وړ ګامونه پورته کړي.

د اووه هېوادونو په ډله کې امریکا، جاپان، جرمني، انګلستان، فرانسه، کاناډا او ایټالیا راټول شوي دي.

د جاپان په هیروشیما کې له غونډې وروسته د دغو هېوادونو مشرانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې: د سیاسي ټولګډونۍ  د رامنځته کېدو لپاره مونږ پر طالبانو (اسلامي امارت) غږ کوو، چې په یوه با اعتباره، ټولګډونه او ملي غونډه کې د ګډون لپاره مهم ګامونه پورته کړي؛ د داسې ملي دیالوګ مشري وکړي، چې ټول افغانان په کې ګډون وکولی شي.

دوی په افغانستان کې د ثبات پروړاندې مخ پر زیاتېدونکیو ګواښونو، ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته په نغوته کې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د اووه هېوادونو ډلې مشرانو له اسلامي امارته وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پخپلو ژمنو ودریږي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد د ګواښلو یا برید، د تروریستي اعمالو د پلان او تمویل او د پټنځایونو او روزلو لپاره ونه‌کارول شي.

د دغې ډلې هېوادونو په اعلامیه کې راغلي: مونږ د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو له سیستماتیکې سرغړونې سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او د نه‌منلو وړ پرېکړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د هغو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کوو.

په اعلامیه کې راغلي، چې ټول افغانان باید د عامه ژوند په ټولو برخو کې له پوره، مساوي او معنی لرونکي ګډون او بشري مرستو او بنسټیزو خدمتونو ته له لاسرسي برخمن شي.

تازه خبرونه

یوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل

سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمه‌ییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.

Published

on

 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د هرات اوسیدونکي سید سجاد سادات په شپږ میاشتو کې د موټرسایکل پر مټ د هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو لیدنه کړې ده.

سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمه‌ییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.

هغه ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې ټینګ امنیت د دې سراسري سفر د ترسره کېدا تر ټولو مهم لامل و.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان اسلامیار د نوموړي هڅې ستایلې او څرګندوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی؛ کورني او بهرني ګرځندویان کولی شي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو، طبیعي ښکلاوو، تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو څخه ډاډمنه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ

د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ، چې د ایران د پخواني مذهبي رهبر آیت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوه‌یم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې د تر ټولو سترې دولتي جنازې د ترسره کولو جمتووالی نیسي. دا شپږ ورځني مراسم د ایران او عراق په څو ښارونو کې ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د ایران او اسرائیل د شخړې پر مهال د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنه‌يي وژل شوی؛ خو د جنازې مراسم یې ځنډیني ترسره کېږي.

د مراسمو پیل به د تهران په مصلی عبادت‌ځای کې وشي او وروسته به د پلازمېنې له لارې د جنازې لوی لاریون ترسره شي. دغه مراسم به بیا د قم ښار ته وغځېږي او ورپسې به د عراق په نجف او کربلا کې هم ترسره شي. خامنه‌يي به د جولای پر نهمه د مشهد په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.

ایراني چارواکي اټکل کوي، چې په دغو مراسمو کې به میلیونونه کسان ګډون وکړي او یوازې په تهران کې د شاوخوا ۲۰ میلیون کسانو اټکل شوی دی. د پراخو امنیتي او لوژسټیکي تدابیرو ترڅنګ، د سپاه پاسداران او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د خلکو د کنټرول چارې پر مخ وړل کېږي.

تمه ده، چې د پاکستان په ګډونه څو نور بهرني پلاوي هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو مشرانو د ګډون جزئیات تر دې دمه تائید شوي نه‌دي.

د افغان پلاوي دا سفر د کابل او تهران ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو اړیکو ښه نښه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې یې د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه نږدې تماسونه ساتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان باید د منځنۍ آسیا د بدلونونو په څنډه کې نه، په زړه کې وي – واخابوف

واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.

Published

on

 

د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس جاولون واخابوف ویلي، چې افغانستان باید د سیمې یو څنډنی هېواد ونه ګڼل شي، بلکې د منځنۍ آسیا د سیمه‌ییزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه ونډه ولري.

واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.

دا غونډه د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت؛ د منځنۍ آسیا د هېوادونو، آذربایجان او افغانستان د فکري مرکزونو د رییسانو، کارپوهانو، دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.

جاولون واخابوف، چې په تاشکند کې د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشري کوي ویلي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي بیا رغونه د منځنۍ آسیا له راتلونکي سره تړاو لري او افغانستان باید په سیمه‌ییزو بهیرونو کې د شریک او پرېکړه‌کوونکي رول ولوبوي.

هغه زیاته کړې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ، د ټاپي د ګازو نل‌لیکه، د ټاپ برښنا لېږد پروژه او کاسا-۱۰۰۰ هغه مهمې سیمه‌ییزې پروژې دي، چې افغانستان کولی شي د ټرانزیټي لارې له رول څخه د سیمې په تولید، صنعت او اقتصاد کې پر فعال لوبغاړي بدل کړي.

د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس د افغانستان په ګډون د اوبو او اقلیم په برخه کې د همکاریو لپاره د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال په اړه خبرې، د منظمو تخنیکي غونډو جوړول، د معلوماتو تبادله، ګډه څارنه، د طبیعي یخچالونو څېړنه او د ژر خبرتیا سیسټمونو رامنځته کول به د راتلونکو همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117