تازه خبرونه

په افغانستان کې باید د فساد او جنګ په وړاندې هڅې بېلې نشي-ساپکو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیګار وايي، په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې له یوه او بله سره تړلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې عمومي ادارې ‘سیګار’ څارونکی جان ساپکو رسنیو ته ویلي، چې دا دوه هڅې له یوه بله نه شي بېلېدلی.

سیګارپه ډاګه کړې؛ که افغانان غواړي د طالبانو یا داعش پرضد وجنګېږي، نو باید د اداري فساد پرضد هم مبارزه وکړي؛ ځکه له قراردادونو غلا شوې پیسې طالبانو او د افغان حکومت نورو مخالفو ډلو ته رسیږي.

د نوموړي په وینا؛ سیګار نه یوازې په افغانستان کې پر فساد ککړ خلک څاري، بلکې له دغه هېواده بهر یې هم په لټه کې دی.

دغه راز دې ادارې په افغانستان کې له پروژو غلا شوي او ضایع شوي نږدې دوه میلیارد دالر هم بېرته ترلاسه کړي دي.

ساپکو د هغو افغانانو ستاینه کړې، چې د بیا رغونې په اړه د فساد د مخنیوي په لړ کې همکاري کوي او له نورو افغانانو يې هم وغوښتل، چې خپله همکاري ورسره پراخه کړي.

د سیګار مفتش ساپکو وایي،د اداري فساد پرضد مبارزه چټکه نه ده؛ ځکه، چې دا ډېر وخت ته اړتیا لري.

د هغه په وینا؛ په امریکا کې د اداری فساد پرضد اوږده مبارزه شوې او دې ډېر وخت نیولی دی.

ساپکو په ډاګه کړې، چې دا مبارزه يوازې هغه مهال بریالۍ کیدي شي، چې پرضد يې اراده او عزم وي.

دی زیاتوي افغان مشرتابه کې دا عزم شته او تمه ده، چې افغان چارواکي یې په وړاندې چټک ګامونه پورته کړي.

افغانستان ته له ۲۰۰۲ کاله راپدېخوا ۱۱۵ میلیارده ډالر بیل کړی شوي، چې د روان کال د سپتمبر تر میاشتې ۱۰۸ میلیارده لګول شوي دي.

سیګار اداره په ۲۰۱۲کال کې ر امنځته شوې، چې نه یوازې له سل ډېر امریکایان يې په افغانستان کې د اداري فساد د تورونو پر لامل محکمې ته ورپېژندلي، بلکې ډېر یې پر بند هم محکوم شوي او په امریکا کې د بند دوره تېروي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له خلکو هر کال درې میلیارد دالر بډې اخیستل کیږي.

Trending

Exit mobile version