تازه خبرونه

په افغانستان کې باید د ګډوډۍ مخه ونیول شي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۸, ۱۴۰۰)

په اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې ۱۷ ناسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي پر وینا پیل او په کې ویناوالو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، بشري حالت، فقر او لوږې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د اسلامي همکاريو ټولنې ٥٧ غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، د ملګرو ملتونو، روسيې، چين، جرمني، فرانسې، بريټانيا، جاپان او اروپايي ټولنې استازیو ګډون کړى و.

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان پر روان وضعیت او د دې هېواد د سیاسي او اقتصادي نظام د سقوط پر شونتیاوو اندېښنه په ډاګه کړه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي: افغانستان د ګډوډۍ پر لوري روان دی؛ کوم حکومت، چې د خپلو دولتي کارکوونکیو، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکیو معاشونه نشي ورکولی، اړینه ده، چې که هر حکومت وي حکومت سقوط کوي؛ خو ګډوډي د هیچا په ګټه نده.

په پاکستان کې افغان سفارت ویلي، دغه ناسته د افغانانو لپاره پر بشري مرستو، د کنګل شویو پیسو آزادیدو، د نړی له لوري د ا.ا پر رسمیت پېژندو او نورو اړوند موضوعاتو راڅرخېدلې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کړی دی.

په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړې، باید له افغانستان سره «له قید او شرط پرته» بشردوستانه مرستې وشي.

هغه ویلي؛ په افغانستان کې اقتصادي ناورین د کډوالو او ترهګرۍ د ډېرېدو سبب کېږي، چې د سیمې او نړۍ پر امنیت به ناوړه اغېزې ولري.

دغې ناستې ته د اسلامي هکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم طه هم د دې سازمان له غړیو غوښتي، چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي په افغانستان کې له ټولو اړخونو څخه د یووالي او پخلاینې غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان آل سعود په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ستونزې به نه یوازې د افغانستان خلک زیانمن کړي؛ بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت به هم منفي اغېزې ولري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال ویلي؛ له اسلامي امارت سره نه یوازې د سولې تر لاسه کولو لپاره کار کولو ته اړتیا ده، بلکې د ټولګډونه حکومت او میرمنو حقونو ته درناوی هم اړین دی.

نوموړي ټینګا کړی، چې د افغانستان د اقتصاد سقوط مخه باید ونیول شي؛ بندیزونو د افغانستان مالي سېسټم له کاره غورځولی او تر هغې، چې افغانانو ته پیسې و نه رسېږي؛ ژمنې بې ‌ګټې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د افغانستان د ستونزې حل د ټولګډونه حکومت په جوړولو کې ګوري او وایي، چې د افغانستان د ستونزې یوازنی حل د داسې یوه حکومت پر جوړولو پای ته رسیدی شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.

هغه له دغو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د تلپاتې ثبات او امنیت لپاره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې غونډې ته ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د کړکېچ عادلانه حل لارې په موندلو کې به د اسلامي هېوادونو مشورې، غوښتنې او اندېښنې پر ورین تندي ومني.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نده؛ نو اړینه ده، چې ټول د اوسني ثبات ملاتړ ته راودانګي او له سیاسي او اقتصادي پلوه یې ملاتړ وکړي.

په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې له غونډې سره همهاله، هندي رسنیو خبر ورکړی، چې نوی ډهلی هم نن د «هند- مرکزي آسیا ډیالوګ» نومې ناستې کوربه دی.

په دې ناسته کې د مرکزي آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی، چې د افغانستان د روان وضعیت تر څنګ د سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ ییز اتصال په اړه په‌ کې خبرې کیږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي؛ هند او د مرکزي آسیا هېوادونه په افغانستان کې یوشان موخې او اندېښنې لري.

راپورونه وايي، د نوي ډهلي په ناسته کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی دی.

Trending

Exit mobile version