تازه خبرونه
په افغانستان کې باید نور وسلهوال مخالفت نهوي – ترکیه
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په انقره کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پر مهال ویلي؛ په افغانستان کې باید نور وسلهوال مخالفت نه وي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ په انقره کې دواړو لوریو د هوايي دهلیزونو د جوړولو په ګډون د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې کړې دي.
د ضیا احمدتکل د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې انقره د ظرفیت لوړولو په برخه کې له لنډمهالي حکومت ۰ اسلامي امارت) سره همکاري کوي.
تکل ويلي؛ دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې د لوړولو، د نویو سوداګریزو دهلیزونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې؛ امیر خان متقي او فيدان د دا ډول غونډو پر جوړېدو او له يو بل سره پر همکارۍ ټينګار کړى دى.
تکل وایي؛ امیر خان متقي په انقره او استانبول کې د اسلامي امارت د نویو دیپلوماتانو هرکلی د دوه اړخیزو اړیکو ښه پرمختګ وباله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ناسته تائید کړې؛ خو نور جزئیات نهلري.
دغه راز امیر خان متقي په انقره او استانبول کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو له کارکوونکیو سره د لیدنې ترڅنګ په ترکیه کې د افغان دیني عالمانو له سوداګرو سره هم کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې امیر خان متقي د سفارت سیاسي او قونسلي چارنه وکړه او د سفارت کارکوونکیو او دیپلوماتانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي.
هغه ټینګار کړی: مونږ د افغانستان د مظلومو خلکو خدمتګاران یوو؛ نو پهکار ده، چې په بهر کې خپلو هېوادوالو او مراجعینو ته ښه او راڼه خدمات وړاندې او ملي او دیني دنده مو ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې؛ په انقره کې د افغانستان سفارت مسوولینو او کارکوونکیو د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي له سفر او د هغه له مشورې خوښي څرګنده کړه او په خپلو کارونو کې یې د صداقت، اخلاص، رڼښت او ټینګار ډاډ ورکړ.
دوی ژمنه وکړه، چې پر دوی دا باور به خوندي ساتي او خپله ټوله انرژي، مسلکي او بشري ځواک به د هېواد د ودانۍ او پرمختګ لپاره لګوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي؛ امیر خان متقي به په هغه هېواد کې د ترکیې له یو شمېر نورو حکومتي چارواکو سره هم وویني.
باید وویل شي، چې ترکیه دا مهال د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر سیاستوالو او ملکي او نظامي چارواکو کوربه ده.
