لوبی

په افغانستان کې به د ښځو د سپورت په اړه د IOC اندېښنې وڅېړل شي – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د المپیک نړیواله کمیته به د افغانستان له المپیک ملي کمیتې سره خپلې مرستې روانې ساتي؛ خو په هېواد کې د ښځو د سپورت پر مسله اندېښمنه ده.

اسلامي امارت دا څرګندونې د المپیک نړیوالې کمیتې د سې شنبې د ورځې د دې څرګندونې په ځواب کې کړي: دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي؛ خو که په سپورتي ډګرونو کې د ښځو پر وړاندې بندیزونه لرې نشي.

د سې شنبې پر ورځ د المپیک نړیوالې کمېتې دا څرګندونې د اجرائیوي بورد له غونډې وروسته کړې دي.

اسلامي امارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان المپیک ملي کمیته او د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست به له اړوند خواوو سره کار وکړي، چې د المپیک نړیوالې کمیتې پر اندېښنو غور رامنځته او په دې برخه کې ستونزې ته مناسب حل وموندل شي.

د سې شنبې پر ورځ د المپیک نړیوالې کمېتې ویلي وه، چې د افغانستان د المپیک ملي کمیتې لپاره د دوی ملاتړ مشروط دی؛ ښځو ته باید په سپورتي ډګرونو کې د ګډون او په دې اړه ورته د خوندي او ټولګډونه لاسرسي زمینه برابره شي او د سپورت په اداره کې برخه واخلي.

دغې نړیوالې کمیتې دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې په نړیوالو سیالیو کې باید د هېواد دننه او بهر افغان نرینه او ښځینه لوبډلې له ګډون برخمن شي.

Trending

Exit mobile version