تازه خبرونه
په افغانستان کې ترهګريزۍ سر راپورته کړی – انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، چې په افغانستان کې ترهګرۍ سر راپورته کړی دی.
انتونیو ګوترش په هسپانیا کې د ترهګرۍ ضد سرمشریزې ته د وینا پر مهال څرګنده کړې، ترهګرۍ په افغانستان کې بیا سر را پورته کړی او کېدی شي نړیوال ګواښ ترې جوړ شي.
ډیلي میل راپور ورکړی، چې ګوترس د هسپانیا په مالاګا ښار کې د ترهګرۍ ضد غونډې ته دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د داعش او القاعدې چټکې هڅې نړۍ ته مخ پر وده ګواښ رامنځته کړی دی.
په هسپانیه کې د ترهګرۍ ضد په دوه ورځنۍ غونډه کې حکومتونو، سازمانونو، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو ګډون کړی و.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د دغې وروستۍ څرګندونې په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې ویل یوي وه، چې ځواکونو یې په افغانستان کې د ترهګریزو هڅو مخه نیولی او یادې ډلې به نړۍ ته هم ګواښ نه وي.
