تازه خبرونه

په افغانستان کې ترهګرې ډلې د هڅو پراخولو په حال کې دي –انټونیو ګوترش

Published

on

د م.م عمومي منشي مونیخ امنیتي کنفرانس ته د وینا پرمهال د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ القاعده او نورې ترهګرې ډلې هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د نړۍ د ګڼو هېوادونو استازي د مونیخ امنیتي کنفرانس ته راټول شوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت پر څرنګوالي بحث کوي. که څه هم د غونډې اصلي تمرکز د اوکراین کړکېچ دی؛ خو د افغانستان وضعیت ته هم نغوته شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د مونیخ امنیتي غونډې ته په افغانستان کې د وضعیت په اړه د اندېښنې حرګندولو تر څنګ ویلي، چې، په دې هېواد کې د القاعده په ګډون د ترهګرو ډلو د ودې ګواښ اوس هم شته؛ ځکه، چې په سیمه کې لوږه او بېوسي له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي، چې کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دا هم ویلي، چې ترهګرې ډلې د واک له خلا څخه ګټه پورته کوي او کمزوري حکومتونه له پامه لرې کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش وایي: څیړنې ښیي چې په نړۍ کې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی. لکه څنګه چې په سوریه کې داعش ماشومان روزي. له افغانستان څخه د ترهګرۍ خطر او همدارنګه په ځینو افریقایي هیوادونو کې د ترهګرۍ خپریدل ښیي چې ترهګر له دې فرصت څخه ګټه پورته کوي. دوی د واک له تشو ګټه پورته کوي او کمزوري حکومتونه له پامه غورځوي.

له هغه وخته، چې په کابل کې اسلامي امارت واک ته ورسېد؛ د ملګرو ملتونو په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ودې د شونتیا په اړه اندېښنه ښيي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی عبدالواحد فقیري په دې باور دي، چې نړیواله ټولنه باید د وضعیت په اړه د اندېښنې پرځای، د تروریزم د ودې په مخنیوي کې له نوي افغان حکومت سره مرسته او همکاري وکړي.

داسې انګیرل کیږي، چې په افغانستان کې سخت دریځو ډلو تل د سیمې د ځینو هېوادونو او حتا د نړۍ د سترو قدرتونو د استخباراتي کړیو پر ملاتړ په افغانستان کې پټنځایونه موندلي دي.

اسلامي امارت په هېواد کې د ترهګرو ډلو د ودې هر ډول خطر ردوي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره نور د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وایي؛ د نوي افغان حکومت پالیسي روښانه ده، چې له افغانستان څخه به هیڅ هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې راغلي وه، چې القاعده په افغانستان کې د ودې په حال کې ده او د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی هم د تېر کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې کتلي وه؛ خو اسلامي امارت په کلکه دا راپورونه رد کړل.

Trending

Exit mobile version