تازه خبرونه
په افغانستان کې تر دې دمه د پاتې کېدو پرېکړه نده شوې – ناټو
ناټو د رویټرز د هغه راپور په غبرګون کې، چې امریکایي ځواکونه به پر ټاکلې نېټې ونه وځي ویلي، چې له افغانستان د ځواکونو د ایستلو یا پاتې کېدو په اړه تر دې دمه کومه پرېکړه نده شوې.
د دغې ټولنې د ویاند اونا لونګسیکو د څرګندونو له مخې؛ د ناټو دفاع وزیران به د فبرورۍ پر ۱۷ او ۱۸ د افغانستان په اړه بحث او خبرې وکړي.
نوموړي ویلي؛ دوی د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کوي او نه غواړي، چې دا هېواد بیا د تروریستانو لپاره خوندي ځای شي.
د ناټو ویاند اونا لونګسیکو وایي: مونږ له ټولو خواوو څخه غواړو، چې د سولې لپاره دا تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي. طالبان باید پخپلو ژمنو ټینګ ودریږي؛ له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، تاوتریخوالی کم او خبرو اترو ته لار اواره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د ناټو ماموریت ندی بدل شوی.
رویټرز د ناټو د څلور لوړ پوړیو چارواکو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې وه، چې نړیوال ځواکونه به د می له میاشتې وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت روان ساتي.
دغو چارواکو ويلي، چې طالبانو شرایط ندي پوره کړي او د ناتو دا کار به په افغانستان کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ کړکيچ دېر کړي.
د ناټو یوه چارواکي رویټرز ته ویلي وه، چې د روان کال د می په پای کې به بهرني سرتېري له افغانستان څخه ونه وځي.
هغه رویټرز ته د نامه د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې وه؛ ژمنې نه دي پوره شوي. د امریکا د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره به په پالیسۍ کې بدلونونه رامنځته شي او د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه اندېښنې به هم حل شي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر بې وخته وتلو خبرې کیږي او په دې اړه به یوه بله ستراتیژي جوړه شي.
د امریکا او طالبانو د سولې راوستلو د تړون پر بنسټ ټول بهرني سرتېري باید د می په میاشت کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ژمنه هم کړې، چې له تروریستي ډلو سره به اړیکې پرې کړي.
د راپور د څرګندونو له مخې، د افغانستان لپاره راتلونکي پلان به د ناټو په سرمشریزه کې د بحث یوه مهمه موضوع وي.
د جمهوريت پلوي پلاوي غړي وايي، چې طالبان به د سولې په خبرو کې برخه وانخلي.
د ناټو هیڅ غړی نه غواړي له اړتیا پرته په افغانستان کې پاتې شي؛ خو دا هم روښانه ده، چې په افغانستان کې زموږ شتون د حالاتو له ښه کېدو سره تړلی دی. زموږ متحدین د وضعې د ښه کېدو لپاره کار او په ګډه سلا او مشورې روانې ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب پلاوي په دې وروستیو کې روسیې او ایران ته سفرونه کړي او د دغو هېوادونو له اړوند مشرانو سره د سولې بهیر پر پلي کیدو غږېدلي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ