تازه خبرونه

په افغانستان کې تېر کال ۲ میلیون پاسپورټونه وېشل شوي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي رییس عبدالکریم حسیب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۶) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې هره ورځ ۱۲ زره پاسپورټونه وېشل کېږي، چې دا بې ساری کار دی.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټونو عمومي رییس عبدالکریم حسیب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۲۶) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، تېر کال شاوخوا دوه ميليون پاسپورټونه هېوادوالو ته وېشل شوي دي.

د پاسپورت عمومي ریاست څرګنده کړې، چې سبا (چارشنبه) به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې رسماً پرانیستل شي.

د پاسپورت عمومي رییس عبدالکریم حسیب نن (سې شنبه) په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د پاسپورټونو د وېش دغه مرکزونه په دارالامان، کلای زمان خان او تنګي تره‌خېل سیمو کې موقعیت لري او هره څانګه یې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټ غوښتونکیو ته خدمات وړاندې کوي.

عبدالکریم حسیب زیاته کړې؛ په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ورځنی شمېر ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې په تاریخ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د پاسپورټ عمومي ریيس وایي؛ ناروغان، سوداګر، د بورسونو لپاره عريضه کوونکي زده‌کړیالان، د عمرې زيارت کوونکي، د هېواد له پولو څخه د تېرېدو لارۍ چلوونکي، معلولين، پيلوټان، په بهر کې د ويزې او استوګنې جواز لرونکي وګړي، دولتي چارواکي او ملي ورزشکاران کولى شي پرته له ځنډ او کاغذي غوښتنلیکه پاسپورټ ترلاسه کړئ.

اړوند خبرونه:

ډېر ژر به په افغانستان کې خپلې پیسې، پاسپورټ او وسلې ولرو – نورالله نوري

 

په چین کې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

Trending

Exit mobile version