تازه خبرونه

په افغانستان کې جګړه بې ارزښته وه – د امریکا جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان

Published

on

سره له دې، چې امریکایان په ګوند‌یزو لیکو کې د اختلافاتو ښکار دي؛ خو یوه نوې اند‌پوښتنه ښیي، چې جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان دواړه په افغانستان کې خپله ۲۰ کلنه اوږده جګړه بې ارزښته ګڼي.

د نړیوالو شخړو د څېړلو او حل لپاره د پییرسون اند‌تون او د اسوشیتید پرس د عامه چارو څېړنیز مرکز د اند‌پوښتنې پایلې ښیي؛ له افغانستان څخه د امریکا وتل، چې ډېري یې ګډوډي ګڼي، ممکن د امریکا ولسمشر جوبایدن ته د نومیالۍ د پیل یو مهم ټکی وي.

دوه پر درېیمه برخه امریکایان وايي، چې د افغانستان جګړې د جنګېدو ارزښت نه‌درلود. ۶۵ سلنه دیموکراتان او ۶۳ سلنه جمهوري غوښتونکي له‌دې ارزونې سره همغږي دي. ډېری خلک د نورو ځانګړیو اهدافو په ترلاسه کولو کې د امریکا د بریالیتوب په اړه شکمن دي. لکه د تروریزم ګواښ له منځه وړل یا د ښځو لپاره د فرصتونو ښه کول.

۷۸ کلن جمهوري غوښتونکي مارتین ستیفن ویلي: له پیله روښانه وه، چې مونږ یې نشو ګټلی.

هغه وایي؛ امریکا باید هغه څه ته ډېر پام رااړولی وای، چې شوروي اتحاد ورسره مخ شو او خپلې ځانګړې موخې یې لرلای.

۲۸ کلن دیموکرات جستین کمپبل ویلي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ځای پر ځای کېدل له بشپړ ملاتړه برخمن نه‌ول.

هغه وایي: زه فکر نه‌کوم، چې هلته مو پاتې کېدا د ارزښت وړ وه.

د پییرسون اند‌تون استاده ملیحه چشتي وايي؛ هغه له‌​​دې واقعیته پوره حیرانه شوې، چې له شل کلنې جګړې وروسته د ډېرو امریکایانو او افغانانو خوږ ژوند اخیستل شوی او میلیاردونه دالر لګېدلي دي.

هغه وایي: مونږ دا ټولې پيسې د حکومت جوړولو لپاره له صفره ولګولې او کله، چې مونږ ووتو، هغه حکومت بشپړ ړنګ شو.

ډېري امریکایان هم په دې باور دي، چې امریکا د افغانستان لپاره په خپلو ډېرو مهمو موخو کې بریالۍ شوې نه‌ده.

په سلو کې شپاړس دیموکراتانو او ۴۴ سلنه جمهوري غوښتونکیو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ډېره مهمه یاده کړې؛ خو د هرې ډلې یوازې څلورمې برخې ویلي، چې په جګړه کې بریالۍ شوې ده.

په سلو کې ۴۶ امریکایانو ويلي، چې امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د مسوولینو پر نیولو یا وژلو بریالي شوي دي.

په هرو پېنځه امریکایانو کې یوازې یو ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د فرصتونو په رامنځته کولو کې بریالۍ وه او ۴۳ سلنه بیا وايي، چې په دې اړه هڅې یې ناکامې شوې دي؛ خو ډېرو ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پرمختګ د دوی لپاره اړین دی.

Trending

Exit mobile version