تازه خبرونه

په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، خو اندېښنې اوس هم شته ـ پاکستان

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۴۰۲)

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني ويلي؛ له پرله‌پسې څو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ وروسته افغانستان په یوه اړین پړاو کې دی؛ دلته جګړه نشته او امنیتي وضعیت ښه شوی دی، خو د ښځو او نجونو د اندېښنو په اړه کوم مناسب پرمختګ رامنځته شوی نه‌دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس هم د تروريستي ډلو ګواښونه موجود دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر د آذربایجان په فرهنګي پلازمېنه شوشا کې د اکو د وزیرانو شورا په اووه ویشتمه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې د پرمختګ یوازنۍ لار د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره د رغنده اړیکو لار ده.

هغه ټینګار وکړ: د افغانستان د دوست او ګاونډ هېوادونو په توګه ـ مونږ د اکو د غړیو په توګه په دې برخه کې اړین رول لرو.

جلیل عباس جیلاني ټینګار کړی، چې دوی باید له ارتباطاتو څخه په افغانستان کې د اقتصادي بیارغونې او ودې د ترلاسه کولو لپاره ترې کار واخلي؛ ځکه، چې تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ ته ورغلې لار ده.

جیلاني دا هم ویلي، چې پاکستان اکو ته ډېر اهمیت ورکوي او د سیمې جیو پولیتیکل اهمیت یې ډېر لوړ دی.

جیلاني ټینګار وکړ، چې د ایکو جیواقتصادي امکاناتو اهمیت په ارتباطاتو کې دی او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید درې ګامه پورته شي: ۱- د سړکونو او ریلي پروژو پراختیا، ۲- د ویزې آزادول او ۳- د سرحدي د طرزالعملونو ساده کول.

Trending

Exit mobile version