تازه خبرونه

په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې سوله خوندي شي ـ پاکستان

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د چهارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د بهرنیو سرتېرو له وتلو مخکې باید په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ او خوندي شي.

معید یوسف ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر آسانوي او په افغانستان کې د خبرو د بریا په اړه هیله من هم دی.

نوموړي د پاکستان رادیو سره په یوه مرکه کې په ډاګه کړې، چې په ​​افغانستان کې سوله او امنیت د سیمې لپاره اړین دی.

هغه د افغانستان د امنیت په اړه د پوره اندېښنې له څرګندولو سره وایي، چې دا خاوره باید د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د هڅوونکیو هڅو لپاره ونه کارول شي.

هغه دا هم ویلي؛ په پاکستان کې د میشت ملیونونه افغان مهاجرینو ستنیدل یوه جدي مسله ده او پاکستان هیله لري، چې ډېر ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

د معید یوسف مرکه پاکستان ته د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله له لیدنې سره همهاله تر سره شوې ده.

اسلام آباد ته د خپل سفر په بهیر کې عبدالله عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او له یو شمېر نورو پاکستانیو چارواکو سره لیدلي او په دوه اړخیزو اړیکو کې یې د نوي څپرکي پر پیلولو ټینګار کړی دی.

پاکستان له امریکا سره مرسته کړې، چې طالبان او افغان حکومت خپلمنځی خبرې پیل کړي. دغه هېواد د افغانستان د سولې له بهیر څخه پخپل ملاتړ یو ځل بیا ټینګار څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې؛ په دوحه کې خبرې اترې د دوه مسلو له کبله وځنډول شوې؛ دیني فقه او له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه، چې په کې افغانستان حکومت برخه نه وه اخیستې.

طالبان حکومت مشروع نه بولي او څرګندوي، چې د امریکا لاسپوڅی دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې راوستو د هوکړې له مخې؛ واشنګتن به د راتلونکي کال په اپریل کې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. دمګړۍ د ځواک کمیدل پیل شوي او د فبرورۍ په میاشت کې له ۱۳۰۰۰ څخه تر ۸۶۰۰ پورې رارسیدلي دي.

ټاکل شوې، چې د نومبر تر پایه په افغانستان کې د امریکا سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته راورسیږي.

Trending

Exit mobile version