تازه خبرونه

په افغانستان کې دې د طالبانو او حکومت ترمنځ واک ووېشل شي – اسلام آباد

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د حکومت د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې اسلام آباد په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره د واک د وېش وړاندیز کوي.

پاکستان د افغانستان لپاره د تازه پلان وړاندیز کړی او په ډاګه کوي، چې په افغانستان کې دې د جګړې د مخنیوي لپاره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ واک ووېشل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان جګړې، ایران او پاکستان د افغان کډوالو له تازه څپې سره مخ کړی او په دې موده کې پر پاکستانیو طالبانو، د افغان طالبانو برلاسي کولی شي دې هېواد ته ستونزې وزېږوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو زیر شاه محمود قریشي ویلي: د پاکستان طالبانو تحریک کېدی شي، چې د افغان طالبانو تر اغېز لاندې راشي او دا کار د پاکستان لپاره ستونزې زیږوي. د افغانستان د جګړو زیاتوالي ایران او پاکستان دواړه اندېښمن کړي دي. اسلام آباد وړاندیز کوي، چې د ستونزو د مخنیوي لپاره واک ووېشل شي.

له همدې کبله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه حلېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وایي: زه د جګړې زیاتوالي حیران کړی نه یم، خو د طالبانو پرمختګونو هک پک کړی یم. هیله من یم، چې افغان سرتېري د خپلو متحدینو په همکارۍ وکړی شي خپل موقعیت ترلاسه کړي او طالبان پر شا وتمبوي. بیا يې تکراروم د افغانستان ستونزې له پوځي لارې نه حلېږي.

د طالبانو پخوانی غړي سید اکبر آغا ویلي؛ طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې تهران او مسکو ته سفرونه کړي، چې حکومت ته یې هم هیلي زېږولي دي، چې د سولې خبرې بیا پیل شي.

حکومت یوځل بیا طالبانو ته د خبرو وړاندیز کوي او وایي، چې د سولې خبرو ته راوګرځي.

ملګري ملتونو او د قطر هېواد هم هڅې کوي، چې د افغان دولت او طالبانو پلاوي بیا د خبرو میز ته کښېنوي.

طالبانو په داسې حال کې، چې له دولتي ځواکونو سره جګړه کوي؛ خو د سولې خبرو پر میز يې هم خپل حضور ساتلی دی

Trending

Exit mobile version