تازه خبرونه

په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي – ایران

Published

on

ایراني رسنیو د ایراني ولسمشر ابراهيم ریيسي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې باید یو ټولګډونه حکومت، چې ټول قومونه او سیاسي ګوندونه په کې برخه ولري جوړ شي.

رییسي دا وینا په تهران کې د افغانستان په اړه له دوه یمې غونډې مخکې د تاجکستان د بهرنیو چاروله وزیرسراج الدین مهرالدین سره په لیدنه کې کړې ده.

نوموړي ويلي؛ چې د ټولګډونه حکومت له جوړښت سره  به په افغانستان کې د ورور وژنې او وینو تویېدو مخه ونیول شي.

ریيسي په افغانستان کې ورستیو پېښو ته په نغوته کې، چې داعشیانو شعیان ووژل؛ امریکا ته د پړې ګوته ونیوله.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند سعید خطیب‌زاده آریانا نیوز ته ویلي؛ د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو دغه ناسته به د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي پر وینا پرانیستل شي.

د ایران ایرنا خبري آژانس د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان د ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په تړاو د نوموړي د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د روسیې په ګډون د افغانستان ۶  ګاونډ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته به په حضوري بڼه جوړه شي.

هغه ویلي؛ په دې ناسته کې به له اسلامي امارت پرته د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري بڼه او د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به انلاین ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان  له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د تهران په ناسته کې به د سیمې هېوادونه د امنیتي خوندیتوب، اقتصادي ثبات او یو ټولمنلي حکومت په اړه د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version