تازه خبرونه
په افغانستان کې د القاعده او داعش په اړه د م.م موندنې بې بنسټه دي – ا.ا
د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ د م.م د امنیت شورا د څارنې ډلې هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په دې هېواد کې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته وسلوالې ډلې له ډېرې آزادۍ برخمنې دي.
د دغه راپور له مخې، چې تېره اوونۍ خپور شوی؛ ملګرو ملتونو ویلي، چې واک ته د طالبانو( اسلامي امارت) له بیا راستنیدو وروسته په نړیواله کچه داسې اندېښنې راپورته شوي، چې افغانستان د القاعده او د هغې د ملګرو لپاره خوندي ځای ګرزېدلی او له نورو سیمو څخه ترهګر دې هېواد ته سفر کوي.
د زمري پر ۲۴ او د اګست پر ۱۵ په افغانستان کې امنیتي وضعیت پر ډراماټیک بڼه بدل او بېلابېل بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شول.
د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې دوی په دې راپور کې څرګندې شوې ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې هغه راپورونه بې بنسټه بولي، چې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه وي.
د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې تر ټولو ښه امنیتي زمینه د تېر کال د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت له رامنځته کېدو وروسته برابره شوې ده.
په دې اړه د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: اسلامي امارت د دوحې د تړون له مخې خپل مسوولیتونه ادا کړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي او له نورو څخه هم همدا تمه لري.
دغه راز څرګنده شوې، چې اسلامي امارت به د یوه مسوول سیسټم په توګه د شته امکاناتو او فرصتونو پر کارولو د افغانستان، سیمې او نړۍ په امنیت او ثبات کې مثبت رول ولوبوي او هیله لري، چې د ملګرو ملتونو د اړوند بنسټونو په ګډون نورې خواوې او امنیت شورا دا حقایق درک او مسوولانه څرګندونې وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه نوي راپور کې افغانستان ته د القاعده او نورو سخت دریځو ډلو د نفوذ په اړه خپله اندېښنه تکرار کړې او خبرداری ورکوي، چې اوس هم امکان لري افغانستان د القاعده او منځنۍ آسیا د سخت دریځو ډلو پر خوندي ځاله بدل شي. د دغه سازمان د بندیزونو د څارنې ډلې په ۳۹ تحلیلي راپور کې دا هم راغلي، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې لیدلي وه.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکې ډله په کال کې دوه ځله دا ډول راپورونه چمتو کوي، چې د اسلامي دولت او القاعدې پر وړاندې لګول شوي بندیزونه پلي کړي.
په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې په منځنۍ آسیا کې د افراطي ډلو وسلوال او د ختیځ ترکستان د غورځنګ غړي، چې د چین په سینکیانګ ولایت کې فعال دي؛ د نوي افغان حکومت د نړیوالو لخوا په رسمیت پېژندلو ته په تمه دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور رد کړ او وایي، چې اسلامي امارت د هرې هغې ډلې مخنیوي ته ژمن دی، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، د هند په نیمه وچه کې د القاعده څانګې د اسامه محمود په مشرۍ په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې د افغان حکومت پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړې کړي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ شپږ میاشتې تېرېږي؛ خو د سیمې او نړۍ هېڅ یو هېواد تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی. نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی، چې نوی افغان حکومت باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنې لرې کړي او دا هغه څه د ي، چې اسلامي امارت ځان ورته ژمن بولي.
تازه خبرونه
نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د نااړینو بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نههویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.
برادر زیاته کړې، چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان ندی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او په سوداګریزې پیاوړتیا کې مرسته کوي.
هغه وایي: “اسلامي امارت د سیمهییزې او نړیوالې ملګرتیا په ډګر کې په پراخ سیمهییز اقتصادي او سیاسي اصل باور لري؛ خو، چې د لویو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو لپاره متقابل درناوی وي.”
هغه ټینګار کړی، چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د لویو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې، چې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو پر بنسټ رامنځته شوي؛ دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هرڅوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیحالدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.
د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.
نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”
فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”
هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.
د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
